پنځلس دقیقې؛ د جګړې د اور، لمبو او مرګ له خولې راوتلی خالد ځدراڼ اوس مهال د ادب په غېږ کې!
د اسلامي امارت پالیسۍ د تېرو دوه لسیزو هغه ستر واقعیتونه دي چې د کابل امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ له لوري په دې کتاب کې راټول شوي او دلته يې مخ کتنه کېږي.
دا کتاب چې تر ډېره د سرپرست حکومت د لوړ پوړو غړیو له لوري د جګړې تاکتیکونه، د امریکایي سرتېرو د تښتولو په اړه مالومات او د امريکايي ځواکونو د همکارانو ترور او نور بېلابېل موارد په کې ذکر شوي دي.
د کابل پوهنتون یوشمېر استادان د دې هنري او ادبي کتاب ژبه ولسي او نثر یې روان بولي؛ خو ځینې سپارښتنې هم لري.
د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ د لیکوالۍ استاد اسد وحیدي وايي: « خاطرې باید په زړه پورې وي او لوستونکي په کې داسې څه ولولي چې هغوی ته نوي وي. د خالد ځدراڼ خاطرې نوې دي، جالبې دي، لوستونکی له ځانه سره اخلي او چې څوک یې پیل کړي، دا تر ۶۰۰ پاڼو اوښتی کتاب به د توقع خلاف په لنډ وخت کې ولولي. په دې کتاب کې داسې څه شته چې هم په فردي او هم په جمعي توګه موږ ته مهمې تجربې لري چې زده کړه ترې کولی شو.»
د یو شمېر نورو مخکتونکو په باور د شمالي او جنوبي وزیرستان، محمدخېل، شوال او نورې سیمې هغه څه دي چې په دې کتاب کې يادو سیمو ته د افغانستان د واحدې جغرافیې په توګه نسبت ورکړل شوی.
دوی د راتلونکي نسل لپاره دا ډول کتاب چې له ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا سیمې په دا ډول په کې ذکر شوې دي، د واحد افغانستان لپاره غوره ثبوت بولي.
د افغانستان بانک د نظارت عمومي آمر لطف الله خیرخواه په دې اړه وايي: « دا سیمې خپل نومونه لري او که ته یې یادوې، نو وایې به چې وزیرستان، پېښور، مردان، سوات او باجوړ. دا به ورسره نه یوځای کوې چې د پلاني هېواد پلانی ځای؛ ځکه په تاریخي لحاظ به دا موضوع یا حل کېږي یا نه، خو هغه خلک چې نسلونو ته پیغام پرېښودل غواړي او هغه امانت چې د ده په اوږو پروت دی، په هماغه شکل بل نسل ته لېږدول غواړي، باید په داسې شکل یې وسپاري چې او خلکو دا وطنونه یو وطن دی.»
د دې کتاب نوم شمالي وزیرستان ته د (بريګډال) په نوم د نيول شوي امریکایي پوځي د انتقال له هغې شېبې اخيستل شوی چې له پاکستاني ځواکونو د امن لپاره يې نوموړی له موټر ښکته کړ او په پلي مزل یې غوښتل چې له چک پاینټ واوړي؛ له موټر تر ښکته کېدو وروسته ياد موټر د بېپيلوټه الوتکې له لوري په نښه کېږي او په دې توګه د بريګډال په شمول ټول خوندي ځای ته ځان رسوي.
د رسنيو ځينې مسوولان د ورته نورو کتابونو پر چاپ کولو ټينګار کوي او زياتوي چې له دې لارې دې د اسلامي امارت په تړاو خلکو ته مالومات ورسول شي.
خو د ۱۵دقيقې دا کتاب له ځینو نیوکو هم په امن نه و.
د علومو اکاډمۍ علمي غړی رفیع الله نیازی وايي: « دغې منځپانګې ته په کتو د ښاغلي ځدراڼ اثر هم په خاطره لیکنه کې شاملېدای شي او هم په ځان پېښو کې. بشپړه ځان پېښه ورته ځکه نه شو ویلی چې په دې اثر کې د ده د ټول ژوند مالومات نه دي ځای شوي. زه په پښتو ژبه کې له دې ډول آثارو سره د لومړي ځل لپاره مخامخ کېږم.»
د شمشاد ټلوېزيون د نشراتو مدیر نجیبالله انورزوی وايي: « کله چې خالد ځدراڼ له ټوپک وزګار شو، هغه جریان یې ولیکه چې پر دوی تېر شوی دی. له ځدراڼ سره نورې کیسې هم شته او یوازې په دې کتاب باندې بسنه نه کېږي.»
پوښتنه دا ده چې ولې خالد ځدراڼ د دې کتاب د لیکلو هڅه کړې؟
د کتاب لیکوال خالد ځدراڼ یې په اړه وايي: « ماته د دې کتاب لیکلو څرک له همدې ځایه پیدا شو چې زه هم باید خپل یادښتونه ولیکم، لکه څرنګه چې بابا خپل یادښتونه او خاطرې په کتابچه کې لیکلي او ما ته یې سپارښتنه وکړه چې باید ویې ساتم، زه هم باید د خپلو سترګو لیدلي حالات ولیکم او که زمینه مساعده شوه، تر خلکو یې ورسوم.»
د پنځلس دقیقې په نوم دغه کتاب داسې مهال چاپ شوی چې د اسلامي امارت د ځینو غړو ټینګار په دې دی چې د تېرې جګړې واقعیتونه باید د عیني شاهدانو او د اسلامي امارت د غړیو له لوري په واقعي ډول راټول او تاریخ ته وسپارل شي.