Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خواجه اصف: د افغان کډوالو  شړلو پرېکړې مخالفان د پاکستان دوښمنان دي

خواجه اصف: د افغان کډوالو  شړلو پرېکړې مخالفان د پاکستان دوښمنان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/08

د پاکستان دفاع وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړه پر ځای بللې.

خواجه اصف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان په تېرو څو لسیزو کې افغان کډوالو ته په خپله خاوره کې ځای او د کار موکه ورکړې وه، خو په خبره یې دغو کډوالو تل د مننې پر ځای د پاکستان د ګټو خلاف عمل کړی.

نوموړي په کوردننه پر دې پرېکړې نیوکه کوونکي کسان سخت ننګولي او د پاکستان  دوښمنان يې بللي دي.

هغه زیاته کړې: « کله چې تاسو کره پناغوښتونکي ستاسې د کور لپاره زنده ‌آباد نه وايي، ستاسې بیرغ ته سپکاوی کوي، د هغوی وروڼه ستاسو د کور د ساتونکو وینه تویوي، د هغوی هېواد زموږ د دوښمنانو پټنځای وي، په کومه خاوره کې چې د هغوی دوه نسله ځوان شوي وي، په کومه خاوره کې چې خدای هغوی ته روزي ورکړې وي او له دې سره‌ سره دغه پناغوښتونکي او مېلمانه د دې خاورې خیر غوښتونکي نه وي؛ نو دغه مېلمانه باید خپل کور ته ولېږل شي. هغه پاکستانیان چې کور ته د هغوی له لېږلو سره مخالف دي، دوی په اصل کې د پاکستان ترڅنګ نه بلکې د پاکستان د دوښمنانو ترڅنګ ولاړ دي. هېڅوک باید په دې برخه کې دوه زړي نه وي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې روان وضعیت او زور زیاتی د کډوالو له نړیوالو نورمونو سره په ښکاره ټکر کې بولي.

دغه وزارت یو ځل بیا له پاکستان غوښتي چې هلته د افغان کډوالو پر وړاندې چلن انساني کړي او د کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « پاکستان مېشت افغانان په نا امنیو کې لاس نه لري. د کډوالو د ایستلو پرېکړه ډېرو محدودو کسانو کړې او دا پرېکړه نه یوازې خپله د پاکستان د قوانینو هم خلاف ده، بلکې هغه ادارې هم په جریان کې نه دي اچول شوې چې د کډوالو په برخه کې کار کوي.»    

ګڼو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو له دې هېواده په جبري توګه د افغان کډوالو له ایستلو سره مخالفت ښودلی.

د مارچ له ۳۱مې نېټې وروسته د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د خپل ایالت پولیسو ته امر کړی چې د دغو کډوالو پر وړاندې له زور زیاتي کار وا نه ‌خلي.

خو افغان کډوالو ته په پاکستان کې د پاتېدا لپاره د مارچ د ۳۱مې نېټې له رسېدا سره سم، پاکستان له خپلې خاورې د اې.سي.سي کارټ لرونکو او ناقانونه کډوالو د ايستلو لړۍ په شدت پیل کړه.

 د راپورونو له مخې، له تېرو اوو ورځو راهیسې یې شاوخوا  ۹ زره افغان کډوالو د پاکستان له بېلابېلو سیمو افغانستان ته ستانه کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « د پاکستان دفاع وزیر دا هېره کړې چې د هر افغان مهاجر په سر یې د ورځې پنځه ډالره اخیستل. خواجه اصف هېره کړې چې د شوروي اتحاد د ۱۴ کلن یرغل پرمهال، میلیاردونه ډالر پاکستان ته ورکړل شول.»  

د سیاسي چارو شنونکي د افغان کډوالو پر وړاندې د خواجه اصف د تندې لهجې کارول او د کړو نسبي ښېګڼې بېرته یادول د کډوالۍ او ګاونډیتوب اصولو خلاف ګڼي.

د دوی پر باور، که له یوې خوا پاکستان په تېرو شاوخوا ۴۰ کالو کې افغان کډوالو ته پناه ورکړې، له بلې خوا یې د کډوالو په نوم له نړیوالې ټولنې میلیاردونه ډالر هم ترلاسه او خپل اقتصاد یې پرې رغولی دی.

د سیاسي چارو شنونکی معین ‌ګل څمکنی وايي: « د پاکستان حکومت په ډېرو برخو کې له مهاجرو ګټه واخیسته او میلیاردونه ډالر یې ترلاسه کړل، حتا پاکستان خپلې اټومي وسلې هم د مهاجرو په برکت ترلاسه کړې. اوس چې په نړیوال نظام کې بدلون راغلی او په افغانستان کې داسې حکومت راغلی چې په ټول افغانستان واکمن دی، هیله ده چې افغانان په خپله خوښه او عزت سره کور ته راشي. د بدبختۍ خبره دا ده چې ولسونه د افغان کډوالو شتمني لوټي، خو نه یوازې د پاکستان حکومت د دې کار مخه نه نیسي، بلکې افغان کډوالو ته وايي چې یوازې له څادر سره راغلي وئ او بېرته به یوازې له څادر سره ځئ.»

 دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو نه یوازې په افغانستان کې ګڼې اندېښنې او نیوکې راپارولې دي، بلکې پر نړیواله کچه هم دغه پرېکړه ننګول شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د اپرېل پر ۶ مه نېټه افغان کډوالو ته د ورکړي مهلت د غځولو کمپاین پیل کړ او له پاکستانه یې وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د انساني چلن له مخې عمل وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist