د چودن په څېر نویو او ارزانه صنایعو په دود کېدو سره د مسو، برنجو او المونیم په څېر صنایعو خپل ارزښت له لاسه ورکړی او ورو ورو د کارېدلو له مدار وځي.
د دغو صنایعو له ډلې یو هم د المونیم صنعت دی چې کارېدنه یې خورا کمه شوې او په ځانګړې توګه د لوښو په برخه کې ډېر لږ کارول کېږي.
هرات کې هم د المونیم صنعت د تېر په پرتله سوړ شوی او د دې برخې صنعتګران يې ورځ تر بلې زوال ته اندېښمن دي.
غلام سخي چې له تېرو ۱۳ کالو را هیسې په دې صنعت کې کار کوي وايي، اوس د دې کسب بازار سوړ دی، په کور دننه بازار نه لري او په خبره یې یوازې بهرني ګرځندویان يې لیدو ته ورځي.
غلام سخي په دې اړه وايي: « هسې دلته ناست یم او وخت تېروم. زموږ صنایع اوس څوک نه اخلي. یوازې شتمن بهرنیان راځي او یوڅه انتیک شی خوښ کړي او وا یې خلي.»
دغه کسبګر چې کالونه يې په دې کسب کې تېر کړي، له مسوولیت لرونکو چارواکو او ادارو غواړي چې یاد کسب ته پاملرنه وکړي او له ورکېدو يې وژغوري.
د المونیم یو بل صنعتګر جلیل احمد وايي: « داسې ورځې هم راځي چې هېڅ شی نه خرڅوو. زه دا خبره د دې لپاره نه کوم چې څوک راشي او موږ ته خیرات راکړي، خو زموږ کسب له زوال سره مخ دی، نه چلېږي.»
همدارنګه د المونیم صنعتګر مهدي وايي: « د نورو پخوانیو صنایعو په څېر دا هم ورو ورو د هېڅ کېدو خواته روان دی. کله چې ملاتړ نه وي او محصولات ونه پېري، یوازې دومره کېږي چې د دوکان کرایه شي.»
د هرات ځایي چارواکي د ساتنې ډاډ ورکوي او وایي، د المونیم په ګډون د ټولو لرغونو صنعتونو د بیا را ژوندي کولو په هڅه کې دي.
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګ او هنر آمر حمیدالله غیاثي وايي: « زموږ خلک باید له کورنیو محصولاتو او تولیداتو ګټه واخلي، په ځانګړې توګه د جنس په اخیستلو سره د لاسي صنایعو له کسبګرو ملاتړ وکړي؛ ترڅو دغه کسبونه او حرفې د وخت په تېردو سره ورک نه شي.»
المونیم یو سپک او سپین رنګه فلز دی چې د زنګ وهلو پر وړاندې مقاومت لري، د کم وزن او ټیټې بیې درلودو له امله ترې ډېر کله لوښي او د پخلنځي وسایل جوړېږي.