Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل ښاریانو غوښتنه؛ د پلاستيکي وسلو او پټاقیو پر پېر او پلور دې بندیز ولګول شي

د کابل ښاریانو غوښتنه؛ د پلاستيکي وسلو او پټاقیو پر پېر او پلور دې بندیز ولګول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/26

دا خبره اوس معمول ګرځېدلې چې هر اختر کې کورنۍ او لویان خپلو ماشومانو ته د ساعت تېرۍ لپاره پلاستیکي وسلې او پټاقۍ اخلي.

 د لوبو دا توکي د افغانستان توليد نه دی بلکې له پاکستان او چين واردېږي.

دا چې کوچني اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي، د پلازمېنې کابل په دې څنډې کې د شپې ناوخته ماشومان د پټاقیو پرالوځولو لوبې کوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې ډېره کله ماشومان د فټاقيو الوځولو له امله ټپي کېږي هم.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالباسط وايي: «له اسلامي امارت غوښتنه کوم د پټاقیو او پلاستیکي وسلو مخه ونیسي، ځکه چې بدن او سترګو ته زیان اړوي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی مسیح وايي:« موږ باید د پټاقیو او وسلو په ځای ماشومانو ته قلم او کتابچه ورکړو.»

د کابل ښار ځینې اوسېدونکي بیا په ښار کې د ماشومانو له خوا د پټاقیو الوځولو له امله شکایت کوي او وایي، سرپرست حکومت دې د دغو شیانو د وارداتو مخه ونيسي او له امنیتي بنسټونو دې وغواړي چې د لوبو د دغه ډول توکو واردول بند کړي.

د کابل اوسېدونکی مایل رسولي وايي: « په تېر روژه ماتي کې یې دلته زما دوکان ته پټاقۍ واچوله، ما یې سړی پیدا نه کړ، کنه ترمنځ مو جګړه پېښېده.»

د کابل ښار اوسېدونکی پروېز عظیمي وايي: « خلک ګڼې ستونزې لري، په چرت او فکر کې روان وي چې یو دم یې له مخ سره پټاقۍ چوي. دا ناسم کار دی، باید په ګمرکونو کې یې د وارداتو مخه ونیول شي، ځکه دا خلکو ته زیات مزاحمت کوي.»

د کابل اوسېدونکی قدرت‌الله کاظمي وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د دې پټاقیو او پلاسټیکي وسلو مخه ونیسي.»

له بلې خوا، د كابل امنيې قوماندانۍ مسوولین بيا له خلكو غواړي چې ماشومانو ته د پټاقيو له اخيستلو په ډډې کولو سره د عامه نظم د خلال مخنيوی وکړي.

دوی پر دې هم ټينګار کوي چې د پلاستیکي وسلو او پټاقيو پلورونکي دې د يادو توکو له خرڅلاوه ډډه وکړي، کنه له قانوني چلن سره به مخ شي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي:« د کابل امنیې قومانداني یوځل بیا ټولو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې خپل ماشومان له هوايي ډزو، پلاستيک وسلو کارولو او پټاقیو الوځولو سره په کلکه منع کړي. دوکاندارانو، تجارانو ته هم په کلکه خبرداری ورکوو چې باید د پلاسټیکي وسلو او پټاقیو له پلور او پېرلو په کلکه ډډه وکړي. د سرغړونو په صورت کې به قانوني چلن ورسره کېږي او بیا به د شکایت حق نه لري.»

هرکال د اختر په شپو ورځو او دغه راز نورو ملي ورځو او مېلو کې پلاستیکي وسلې، پټاقۍ او نور غږ او اور تولیدوونکي توکي په ماشومانو پلورل کېږي چې ډېر کله د همدغو ماشومانو د ژوبلېد او اورلګېدونو لامل هم شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist