څو ورځې وړاندې د هېواد په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز د تمې خلاف، یو ځل بیا پر ځای پاتې شو.
د بندیز همدې دوام پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز د اندېښنې وړ یاد کړی او وایي، که دا بندیزونه تر۲۰۳۰ زېږدیز کاله ادامه ولري، په دې هېواد کې به ۴.۴ میلیونه نجونې د زده کړو له حق بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي: « نن د نجونو پر ثانوي زده کړو له بندیز درې کاله تېر شول. د یونیسف د راپور پر بنسټ، که دغه بندیز تر۲۰۳۰ کاله پورې دوام وکړي او موږ هیله لرو چې داسې ونه شي؛ نو له شپږم ټولګي پورته د ۴ میلیونه نجونو د تعلیم حق به سلب شي. افغانستان نه شي کولی خپل نیمایي وګړي له پامه وغورځوي. له بندیز سره سره، یونیسف د ټولنې پر بنسټ زده کړو له لارې شاوخوا ۴۴۵ زره ماشومانو ته د زده کړې فرصت برابر کړی چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي.»
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې رییسې هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې به له نجونو د زده کړو حق اخیستل نسلونه اغېزمن کړي.
سیما باهوس وړاندې ویلي، نجونې باید ښوونځيو ته راستنې شي او سرپرست حکومت يې باید پر دې بنسټیز حق سترګې پټې نه کړي.
باهوس زیاته کړې: « په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د ښوونځیو دروازې د درېیم پرله پسې کال لپاره هم د زرګونو نجونو پر مخ تړلې پاتې دي. د دوی د تعلیم حق نقضول به نسلونه اغېزمن کړي. نجونې باید ښوونځيو ته راستنې شي. د هغوی بنسټیز حقوق باید پرته له ځنډه بېرته ورکړل شي.»
زده کوونکې نجونې هم زده کړې خپل بشپړ او بشري حق بولي او تمه لري چې سرپرست حکومت به يې ژر تر ژره پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
زده کوونکې طیبه رستاقي وايي: « زده کړې د ټولو حق دی. آیا د دې وخت نه دی رسېدلی چې د ښوونځیو دروازې بېرته خلاصې شي؟ زده کړې زموږ حق دی او غواړو د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ. اجازه راکړئ موږ هم له خپل اساسي حق برخمنې شوو.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو تړل کېدو په کوردننه هم ډېرې کورنۍ اندېښمنې کړې او په خبره يې د دې وضعیت دوام به د سرپرست حکومت لپاره یوه نه جبرانېدونکې کړنه وي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي:« د دې ډول وضعیت د دوام په صورت کې ښايي راتلونکو کالونو کې له ۴ میلیونو ډېرې نجونې او ښځې په یوه نالوستي نسل بدلې شي چې بیا به د دې ضایعې جبرانول ناشونی کار وي. زه هیله لرم د افغانستان سرپرست حاکمیت د افغانستان شرایطو ته په کتو، هرڅومره ژر چې کېږي د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې دا غوښتنه ومني، د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي، ترڅو د افغانستان راتلونکی نسل بې سواد پاتې کېدو خواته سم نه شي او افغانستان کې د پوهنې ډېوې بیاځل بلې شي.»
دوی همدا راز له زده کړو د نجونو بې برخې کول د افغانستان له نیمایي نفوس سره زیاتی ګڼي او ژر تر ژره یې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی امیر ګران وايي: « زده کړې کول یو انساني حق دی او د خدای(ج) له خوا په هر نارینه او ښځینه فرض ګرځول شوی. طالبان باید ژر تر ژره د ښوونیزو موسسو او پوهنتونونو دروازې زموږ د خویندو او میندو پرمخ خلاصې کړي، ترڅو ښځې او نجونې هم له دې انساني او اسلامي حق بې برخې نه شي.»
په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په اړه د یونیسف له لوري په وروستي خپور شوي راپور کې راغلي، سږ کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام له امله شاوخوا ۴۰۰زره نجونې د زده کړو له حق بې برخې شوې دي.