افغانستان ۷۵ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، خو د یاد سازمان ۷۶ یمه کالیزه، چې د اکتوبر له ۲۴ تمې سره برابره ده، داسې مهال نمانځل کېږي، چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ خالي او استازی يې شتون نه لري.
دا څوکۍ په افغانستان کې له وروستي سیاسي تحول یا د اسلامي امارت له واکمنۍ سره خالي شوه.
افغانستان چې اوس له یوه سخت او حساس پړاو تیرېږي، د ملګرو ملتونو سازمان کې یې د استازي ګډون له دې امله مهم بلل کېږي، چې د افغانانو ستونزې او غوښتنې مخامخ له نړیوالو سره شریکې کړي، خو یاد سازمان نه د مخکيني حکومت استازی غلام اسحاقزی منلی او نه یې د اسلاميامارت استازی ومانه.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، نړۍ دې اوس افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت سره تعامل وکړي او د تروريزم، نشه یي توکو قاچاق او له افغانستانه د خلکو مهاجرت ستونزې دې نظر کې ونيسي.
شنونکی عبدالحی قانت وايي:« ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب ډېر زيات مهم دی. په دې وخت کې چې نړۍ د تروريزم، د مخدره توکو د قاچاق او له افغانستانه د مهاجرتونو وېره لري، نو دغه درې واړه شیان هغه څه دي، چې يوازې ملګري ملتونه او د ملګرو ملتونو او د دوی اډانه کولای شي، د دې ستونزې حل راوباسي. خو که په رېښتیا نړۍ په دې باندې باور لري، چې له افغانستانه دې دغه درې مشکلات راونه وځي او دا په افغانستان کې حل شي، نو افغانستان دې د ملګرو ملتونو په اډانه کې ومنی.»
ځينې نور بيا پر ملګرو ملتونو د استازي منلو لپاره قوي بهرنۍ پالیسي او ډيپلوماسي اړینه بولي او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت دې د یاد سازمان شرطونه عملي کړي.
شنونکی: اجمل سهيل وايي:« له بده مرغه طالبانو په دغه برخه کې هېڅ لازم اقدامات، چې بايد دوی تر سره کړی وای، نه دي کړي، نو پر همدې اساس له افغانستانه هېڅوک نه شته، چې په ملګرو ملتونو کې استازیتوب وکړي او په څنګ کې د افغانستان ستونزې او مشکلات، چې اوس ورسره له يوه ناورين سره ولس مخ دی، تر څو نړیواله ټولنه وهڅوي، چې افغانستان سره بشري مرستې وکړی.»
شنونکي په دې باور دي، که د اسلامي امارت چارواکي د سيمې او نړۍ پر کچه ملګرو ملتونو ته د لابي او سفارش ملګري هېوادونه پيدا کړې، لرې نه ده، چې حکومت به یې پر رسميت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې به یې استازي ته څوکۍ ورکړل شي.
شنونکی اجمل سهيل وايي:« يوازنۍ د حل لاره دا ده، چې د افغانستان حکومت يا د طالبانو اداره پر رسميت پېژندل کېږي، نو تر هغې مخکې بايد طالبان ځينې اقدامات وکړي، چې لابي ډلې پر نړيواله کچه باندې فعاله کړي، ترڅو له دوی سره مرسته وکړي، چې حکومت یې پر رسميت وپېژندل شي.»
د ملګرو ملتونو سازمان له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د هغه وخت د سترو زبرځواکو او اقتصادي هېوادونو پر همغږۍ رامنځته شو او په تېرو اوویا کالونو کې یې د نړۍ په تاریخ کې مهم رول درلود.