تورخم لاره له څو ځلې ګډو ناستو وروسته د چهارشنبې په ورځ د (۱۴۰۳ کال د کب پر ۲۸ مه) د ټرانزیټ پرمخ خلاصه شوه.
دغه لار د روان زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۱ نېټه د پاکستان له خوا وتړل شوه او له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پرمخ بنده وه.
د ننګرهار والي ویاند کاظم الله عادل وايي، د تورخم دروازه یوازې د ټرانزیټ او عاجلو ناروغانو پر مخ خلاصه شوې، خو د عامو مسافرو لپاره به د را روانې جمعې پر ورځ خلاصه شي.
عادل په دې اړه وايي: « تورخم دروازه چې ۲۵ ورځې بنده وه، نن چهارشنبه مازدیګر څلور بجې د بار وړونکو موټرو، سوداګریزو مالونو او عاجلو ناروغانو پرمخ خلاصېږي. همدارنګه پرېکړه شوې چې د جمعې په ورځ به چې د روژې میاشتې ۲۱ نېټه کېږي، دغه دروازه د مسافرو او هر ډول تګ راتګ پرمخ په بشپړه توګه خلاصه شي.»
د نوموړي په وینا، پاکستانی لوري تورخم کې د اسلامي امارت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره په همدې تړاو ناسته کړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خوندې مدیره پلاوي غړي وايي، سره له دې چې افغانستان اوس پر پاکستان د سوداګرۍ له پلوه ډېره تکیه نه لري او له بدیلو لارو ګټه اخلي، خو بیا هم د تورخم لارې تړل کېدل سوداګرو او ځايي خلکو ته لویې ستونزې پيدا کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خوندې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: « پاکستان لکه پخوا چې موږ ورته څومره محتاج وو، همدومره اوس پاکستان موږ ته محتاج دی. زه یې یو مثال درته وایم، د ورځې دوه زره ټنه دوی ته کوله ورځي او ټوله د دوی په فابریکو کې مصرفېږي، خو نن یې فابریکې ولاړې دي. له هغې خوا ۲۵۰۰ ټنه سیمنټ را روان دي، خو اوس دا لړۍ ولاړه ده. تاوان چا وکړ، زه وابسته یم که دوی وابسته دي؟ بنا ً، دا یې لاره نه ده چې په غیر منطقي رقابت سره تجارت خراب کړو. لاره یې دا ده چې عاقلانه اقتصادي فکر وکړو، ځکه دوی موږ ته ضرورت لري موږ دوی ته.»
په تورخم ښارګوټي کې د اصنافو اوهټيوالو خونې مسوولین هم د تورخم لارې پرانیستلو ته خوښ دي او په خبره یې، د دې لارې له تړل کېدو سره دواړو خواوو ته په میلیونونه ډالر زیان اوښتی.
تورخم ښارګوټي کې د اصنافو اوهټيوالو خونې رییس حاجي سيف الرحمان وايي: « په دې دروازه باندې له یونیم تر دوه زرو مسافر ځي راځي چې ناروغان او د نورو ستونزو لرونکي کسان په کې وي. په تېرو ۲۵ ورځو کې د دې دروازې د تړل کېدو له امله ډېرې ستونزې رامنځته شوې. موږ له دواړو حکومتونو غوښتنه کوو چې دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه پرېږدي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو په تړاو داسې همغږي نه شته چې د سیاسي جنجالونو پر مهال دې سوداګري او ټرانزیټ خوندي وساتل شي او په وینا یې، د کابل او اسلام اباد سیاسي جنجالونه پر دوی مخامخ اغېز لري.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « د لارې له تړل کېدو سره ۷۰ میلیونه ډالره د افغانستان او ۹۰ میلیونه ډالره د پاکستان تاوان اټکل کېږي، مطلب تاوان دواړو غاړو ته رسېدلی. دلته ځینې داسې کسان دی چې په یوه بل فکر سره نه خپله ګټه ګوري نه د افغانستان. موږ په دې پوهېږو چې حل لاره نه له سیاسیون سره شته او نه هم له خصوصي او اقتصادي سکټور سره، بلکې خاص له نظامي ارګانونو سره ده چې څه غواړي کوي یې.»
د اقتصادي چارو کارپوه آصف ستانکزی وايي: « دا یوه حیاتي لاره، هم د افغانستان او هم پاکستان لپاره؛ په ځانګړې توګه د دوی د نړیوال تجارت د ودې لپاره او دغه راز د هر ډول تګ راتګ لپاره. دوی باید سیاست له تجارت سره ونه تړي، ترڅو داسې ستونزې پیدا نه شي.»
دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم لار تړل کېږي او یا هم دا ډول ناندرۍ رامنځ ته کېږي.
په تېرو څو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې څو وارې سختې شخړې شوې چې وروستۍ هغه یې په فبرورۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د اسلامي امارت پوله ساتو پر ډیورنډ فرضي کرښه د امنیتي پوستو په جوړولو کار پيل کړ، خو پاکستاني ځواکونو یې مخالفت وکړ او د دواړو خواوو ترمنځ جګړه پيل شوه.
په دغو جګړو کې دواړو خواوو ته ځاني تلفات هم واوښتل او له امله یې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ وتړل شوه.