دوی وايي، د کښت چارې يې اسانه او ساده،خو حاصلات او په بازار کې يې تقاضاء زیاته ده.
د کرنیزو چارو پوه محمد الله وايي:« که څېرې د یوه جریب حاصلاتو ته وګورو، څېړنه پرې وکړو، تجربه پرې وکړي، بیا یې حاصل وګورو،چې د ۲۰۰ زرره افغانیو حاصل کوي یا د ۳۰۰ زره افغانیو حاصل کوي. دا بیا تریاکو سره پرتله کړو. موږ دا فکر کوو،چې زعفران د تریاکو ښه بدیل دی. ځمکني توتان یې ښه بدیل دی، کبان یې ښه بدیل دی، سویابین یې ښه بدیل دی. نور ډېر نباتات هم دي،چې د تریاکو پر وړاندې ښه رقابت کولای شي.»
که څه هم انار، انګور، زردالو، شفتالو او انځر د کندهار له مشهورو تازه مېوو شمېرل کېږي، خو بڼوال یې له حاصلاتو څخه ځکه ناخوښ دي،چې د ساتلو لپاره یې امکانات کم او بهرنیو بازارونو ته د ليږد لپاره یې حکومت لاس نیوی نه دی کړی.