Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د مسکو کنفرانس د اسلامي امارت لپاره ګټور ګام دی

admin by admin
2021/10/21

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د مسکو په کنفرانس کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ژمنې وشوې او په خبره یې تر ډېره ګټور وه. 

 دوی وايي، دغه کنفرانس افغانان هیله من کړي، چې د افغانستان کړکېچ په حل کې به مرسته وکړي.

دوی زیاتوي، دغه کنفرانس  د نړیوال مشروعیت لپاره مهم رول درلود او له افغانستان سره یې د ګډونوالو ژمنې د نړیوال مشروعیت لپاره هیلې زیاتې کړي دي .

د شنونکو په باور روسیه او چین چې د سیمې دوه زبرځواک هېوادونه دي، که له افغانستان سره کړې ژمنې عملي کړي، نړیوال به وهڅوي چې د طالبانو پر مشرۍ نوی حکومت پر رسمیت وپيژني.

شنونکی عزیز معارج  وايي:«روسیه او چین په سیمه کې ستر زبر ځواک هېوادونه دي او همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي هم دي. له بل لوري د غرب او ناټو حریفان هم بلل کېږي، نو بنآ هغه ژمنې چې له طالبانو سره یې کړي، چې مرستې به ورسره کوي دوی به پر رسمیت پېژني او کنګل شوې پیسې به یې بېرته خلاصوي، دا ټول زیات مثبت تاثرات لري او نړیوال دې ته هڅوي چې افغانستان پر رسمیت وپیژني.»

د مسکو کنفرانس د سیمې پر کچه د افغانستان لپاره یو ښه دیپلوماتیک سټیج و او باید ترې ګټه واخېستل شي او نړیوالو ته وښودل شي، چې د افغانستان له نوي نظام سره ټول افغانان ولاړ دي.

شنونکي هاتف مختار وايي:« دا د افغانستان د اسلامي امارت لپاره یو ډېر ښه سټېج دی، چې باید اسلامي امارت په کې د افغانستان د خلکو ښه استازیتوب  وکړي. له طالبانو نه مو غوښتنه دا ده، چې باید د افغانستان پخوانیو دیپلوماتانو له دوی سره په دغه کنفرانس کې ګډون درلودی، چې نړیوال ته یې ښودلې وای چې د افغانستان ټول ملت له دوی سره دی، نو دغه کنفرانس به د افغانستان د اسلامي امارت د پېژندلو لپاره یو ګټور او مفید ګام وي.»

مسکو د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د ستر کنفرانس کوربه و،چې د سیمې لس هېوادونو په‌ کې ګډون کړی وو.

د کنفرانس غړو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو اعلان سربېره پر نړیوالو غږ  وکړ، چې افغانستان سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist