د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له دندې استعفاء کړې
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خلیلزاد د ګوښه کېدو له اعلان سره ویلي،چې د نوموړي مرستیال ټوماس وېست به د ده د پوست چارسمبالی وي.
بلېنکن وايي:« د امريکا لپاره د زلمي خليلزاد د يوې لسيزې له خدمتونو مننه، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازې دنده لپاره د توماس ويسټ هرکلی کوم.»
یو شمېر شنونکي باور لري،چې خليلزاد د خپل کاري ماموريت پر مهال يوازې د امريکا ګټو ته لومړيتوب ورکو او د افغانستان ستونزې ته د يوې معقولې لارې په پيدا کولو بریالی نه شو.
شنونکی نذير زاهد وايي:«زلمي خليلزاد د خپل ماموريت پر مهال امريکا او طالبانو ترمنځ هڅې کولې او مخکينی حکومت په کې دخيل نه و، د خليلزاد هڅې د امريکا پر ګټه وې.»
د افغانستان د پخوانۍ څارګرې ادارې يو مشر رحمت الله نبیل پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي،چې خليلزاد افغانستان يو اوږدمهاله ناورين کې ښکېل کړ.
نبيل زیاته کړې:« نوموړي افغانستان يو نه بدلېدونکي ناورين کې ښکېل کړ او له صحنې څخه بهر شو.»
خليلزاد له افغانستان سربېره د عراق لپاره هم د امريکا ځانګړی استازی پاتې شوی،خو افغان فعالان او شنونکي د هغه له ماموريته ناراضه برېښي.
د مخکيني حکومت د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار وايي:« خليلزاد لاړ خو،دربدري، کډوالي، مهاجرتونه او په افغانستان قمار وهل يې ميراث پاتې شو.»
ژورنالېست سميع يوسفزی وايي:« خليلزاد د افغان حکومت د له منځه وړلو امريکايي پروژه په کاميابۍ سره پای ته ورسوله او وظيفه يې ختمه شوه.»
خلیلزاد له ۲۰۱۸ کال راهیسې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د خبرو اترو مشري پرغاړه لرله،چې د ۲۰۲۰کال په لومړيو کې د افغان سولې او جګړې پر مهال قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې هوکړه لاسليک کړه،هغه هوکړه چې شنونکي يې افغانستان کې د شته نظام پاشل بولي.