Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شفقت علي خان: افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات د سیمې امنیت لپاره ننګونه ده

شفقت علي خان: افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات د سیمې امنیت لپاره ننګونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/08

په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي پوځي تجهیزاتو مساله، په دې وروستیو کې پر ګرمه موضوع بدله شوې.

په دې اړه د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره د پاکستان مرستیال لومړي وزیر له دوه اړخیزو خبرو یوه ورځ وروسته، د دې هېواد بهرنیو چار وزارت په افغانستان کې د امریکايي پوځي تجهیزاتو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له موقف او وروستیو څرګندونو ملاتړ کړی.

د دغه وزارت ویاند شفقت‌ علي خان په اوونیز خبري کنفرانس کې د ځېنو پوښتنو ځواب کې ویلي، په افغانستان کې له ناټو او امریکا پاتي شوې وسلې او پوځي تجهیزات د سیمې امنیت لپاره ننګونه ده.

هغه زیاته کړې:« امریکا خپلې وسلې هلته پرېښودې. موږ له هغې مفکورې ملاتړ کړی چې امریکا هڅه کوي خپلې وسلې بېرته ترلاسه کړي. موږ اصلي اندېښنه دا ده چې یادې وسلې وسله‌والو په پاکستان کې دننه په خپلو عملیاتو کې کارولي دي. موږ دغه مساله له مقابل لوري سره مطرح کړې هم ده. د امریکا له لوري د یادو وسلو د بېرته ترلاسه کولو هر راز هڅه به د سیمې له امنیتي فضا سره مرسته وکړي.»

شفقت‌علي خان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له لوري د بګرام اډې په تړاو وروستۍ څرګندونې که څه هم د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ موضوع بللې؛ خو ترڅنګ یې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د داعش- خراسان د مرکزونو د موجودیت په تړاو د اسلامي امارت ویاند څرګندونې بې اساسه او د موضوع د بدلولو هڅه یې بللې.

شفقت علي خان  تور لګولی چې افغانستان کې وسلې د هغو وسله‌والو ډلو لاسته ورغلي چې د پاکستان پر ضد جنګیږي او په خبره یې د دغو ډلو ملاتړ د کابل او اسلام اباد اړیکې لاخرابولی شي.

 هغه په دې اړه ویلي:« له افغانستان سره د اړیکو ساتلو سره، د ترهګرۍ مساله لاهم د دواړو خواوو ترمنځ د اصلي موضوع په توګه مطرح ده، هغه څه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو پړاو له منځه وړي. دا روښانه او ثباته شوې چې په افغانستان کې رامنځته شوې مساعده فضا چې ټي.‌ټي‌.پي په کې خوندې پټنځایونه لري، د یادې او نورو ډلو له خوا په پاکستان کې د بریدونو او عملیاتو ترسره کولو سره مرسته کوي. موږ د دې اندېښنې حل لپاره په ځلونو له افغان چارواکو سره غږېدلي یوو.»

له دې سره هم مهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ  په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې، د دې هېواد د تېر ولسمشر جوبایډن له لوري په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو او وسلو پرېښودل د امریکا لپاره لوی زیان بللی.

ټرمپ زیاته کړې:« ما هغه څه چې اوس یې ترسره کوم غوښتل مې په خپله لومړۍ دوره کې ترسره کړم. خو هغه مهال مې ډېر نور کارونه تر مخ پراته و. اړ وو خپلې پولې کنټرول کړو، چې همداسې مو وکړل. اړ وو چې خپل پوځ له سره ورغوو، پوځ مو په بشپړ ډول ورغاوه. وروسته مو ولیدل چې د بایډن ادارې زموږ ډېری پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل. هغه څه چې هغه وکړل د باور وړ نه دي. له زړه وایم هغه زیان چې د بایډن ادارې د امریکا حکومت ته واړوه، د باور وړ نه دی.»

ټرمپ له دې څرګندونو یو ورځ وړاندې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو پر مهال د داعش خراسان ډلې برید کې د تورن کس په نیولو او ور سپارلو کې د پاکستان له ملګرتیا او همکارۍ مننه  وکړه، هغه څه چې د پاکستان حکومت یې د ترهګرۍ سره ګډه مبارزه کې خپله لاسته راوړنه بولي او دا د دواړه هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي، استخباراتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ګډې همکارۍ دوام بولي.

اسلامي امارت پاکستان د یادې ډلې په تمویل او روزنه تورنوي او وايي، د کابل د نړیوال هوايي ډګر اصلي طراحان دوه کاله وړاندې سرپرست حکومت له منځه وړي دي.

هڅه  مو وکړه چې د امریکا او پاکستاني چارواکو د څرګندونو او ادعاوو په تړاود اسلامي امارت د ویاندویانو نظر هم ولرو، خو د دې راپور تر خپرېدو یې نظر شریک نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist