Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د تورخم او سپین بولدک لارو تړل کېدو دواړه خواوو ته زیان اړولی 

admin by admin
2021/10/16

یو شمېر شنونکي وايي، د تورخم او سپین بولدک سوداګریز بندرونه  د پاکستان له لوري د امنیتي اندېښنو پر پلمه تړل شوي او په خبره یې  دغه حالت د دواړو هیوادونو د سوداګرو او ولسونو په ګټه نه دی او باید ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

دوی ټينګار پر دې کوي،چې باید دواړه لوري د سوداګرۍ په برخه کې هغو تعهداتو ته ژمن پاتي او عملي یې کړي،چې وړاندې پرې توافق شوی دی.

شنونکي عزیز معارج وايي:«کله چې لارې بنديږي او د یوې او بلې خوا شرایط نه منل کېږي،نه یوازې دا چې افغان تجاران زیان ګوري او میوې یې خرابېږي، د پاکستان لپاره هم افغانستان ستر مارکیټ دی او تل یې په افغانستان اتکا کړې او ټول خوراکي توکي یې دلته راځي،نو خامخا دوی هم ضرر کوي. غوره دا ده،چې دواړه لوري خپلو ملتونو ته زجر ورنه کړي او  هغو تړونونه چې لاسلیک یې کړي  دي، عملي یې کړی او درناوی ورته وکړي.»

له ډیورند وراخوا بیا باور دا دی،چې پاکستان له امنیتي پلوه اندیښنه لري او پر همدې اساس یې دتورخم دروازه تړلې ده.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:« پر سوداګرۍ تګ راتګ او اړیکو باندې به منفي اغیز ولري،د طالبانو حکومت یوازې دوه میاشتې پوره شوي او زما په فکر د پاکستان په پالیسیو کې ځکه د طالبانو ګذاره په کار ده،چې بیا مشکل ورته پیدا کیږي او پاکستان هم دامنیتي ملحوظاتو له مخې تورخم دروازه تړلې ده. داخبره سمه ده،چې داسې ګامونه اخېستل کېږي،پر سوداګرۍ اغیز پرې باسي.»

اسلامي امارت هغه مهال د پاکستان پي ای اې او د افغانستان کامیر هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ،چې تر اسلام اباد یې دیولوري ټکټ تر دوه نیم زره ډالرو ورساو.

له دغو هوايي شرکتونو غوښتنه دا وه،چې د خپلو ټکټونو بیې دې  د پخوا پر څير کړي،چې  له دې پرته به ورته اجازه ورنه کړل شي، له  دغه خبرداري وروسته د پاکستاني پي ای اې هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بندې کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist