Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جي شل هېوادونو ناستې پای؛ افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټېنګار وشو

admin by admin
2021/10/14

د افغانستان په اړه د نړۍ پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي شل دوه ورځینۍ ناسته پای ته ورسېده او غړیو هېوادونو له افغانانو سره د بشري مرستو  د لېږد پر سر بحثونه  وکړل او مهمې پرېکړې پّه کې  وشوې. 

ناسته کې غړیو هېوادونو ټینګار کړی،چې نړۍ دې افغان ولس یوازې نه پرېږدي او د افغانستان اوسنی وضعیت باید بابیزه ونه ګڼل شي.  

د  جرمني لومړۍ وزیره انګیلامیرکل،چې څو ورځې وروسته یې د واک دوره پای ته رسیږي وویل، نړیواله ټولنه باید افغانان پر خپل حال پرېنږدي.

مېرکل زیاته کړه:« دا موږ ته هېڅ ګټه نه کوي،چې په افغانستان کې مالي سیستم له منځه ولاړ شي. که داسې وشي،نو افغانستان ته به بشري مرستې ونه رسېږي. دا اسانه نه ده،چې موږ یوازې خبرې کوو او ۴۰ میلیونه کسان په بدمرغۍ کې پریږدو. دا د نړیوالې ټولنې موخه نه ده.»

اخوا د ایټالیا لومړي وزیر ماریو ډراګي وویل،افغان ولس ته مرسته رسول هغوی دې ته اړ باسي،چې له طالبانو سره اړیکه ونیسي.

 دراګي  زیاتوي:« موږو اوس باید بشري ناورین ته رسېدنه وکړو. دا زموږ لومړیتوب دی. که دې برخه کې اړیکو ته اړتیا وي،موږ باید له طالبانو سره اړیکې ونیسو، ځکه اوس تر دې پرته بل بدیل نشته او بله لار اغیزمنه هم نه ده.»

هغه وايي، له طالبانو سره  اړیکې په دې مانا نه دي،چې د هغوی حکومت پر رسمیت پیژندل کیږي او په خبره یې  د رسمیت پیژندو لپاره  نړیوالې ټولنې ته یو شمیر معیارونه اړین دي.

دراګي  زیاتوي:« زموږ دا اړیکې د رسمیت پیژندلو په مانا نه دي، لکه څرنګه چې ما وویل،د رسمیت پیژندلو موضوع یوه سیاسي موضوع ده او د هغې لپاره نړیوالې ټولنې یو لړ اصول او معیارونه په پام کې نیولي دي. بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی وشي او د انجونو زده کړې دوام پیدا کړي. خو د دغو معیارونو عملي کولو کې تر اوسه پرمختګ نه دی لیدل شوی.»

په ورته وخت کې د جي شل هېوادونو په غونډه کې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنه هم وشوه،چې تر ډیره به خوراکي توکي او لومړنیو اړتیاو وړ توکو ته ځانګړې وي. اروپايي ټولنې په دغې ناسته کې اعلان وکړ،چې له افغانستان سره یې د خپلو بشري مرستو کچه له درې سوه میلیونه یورو څخه یو میلیارد ته پورته کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist