Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي

مجاهد: له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره مو د تعامل لمن ورځې تر بلې پراخېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/25

سره له دې چې د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو له ګڼ شمېر سیمه ییزواو ګاونډیو هېوادونو سره تعامل لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هڅه یې کړې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ټینګې شي او تعامل یې پیاوړی وي.

د مجاهد په خبره، اوس مهال له ګڼ شمېر سیمه ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

دغه راز مجاهد وايي، د بهرني سیاست اړوند دستګاه د هڅو په پایله کې اوس د سیمې او ګاونډ هېوادونو سره اقتصادي تعاملاتو ته زمینه برابره شوې.

د مجاهد زیاتوي، د افغانستان حکومت او هېوادونو ترمنځ د تعامل لمن ورځې تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.

هغه څرګنده کړه:« د افغانستان اسلامي امارت خپلې ټولې هڅې کړې چې د سیمې او لرې هېوادونو سره تعاملات ښه او پياوړي وي، همدارنګه د سیمې له هېوادونو سره زموږ اړیکې فوق العاده ښې روانې دي. د اسلامي امارت د ډېپلوماسۍ په هڅو باندې دا نتیجه مرتبه شوې او نورو هېوادونو ته دا اطمینان حاصل شوی چې له افغانستان سره اقتصادي راکړه ورکړې ته زمینه برابره کړي. ازبېکستان ته د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا برادر اخوند سفر یې ښه بېلګه ده. زموږ تعاملات ښه روان دي او ورځ تر بلې لا پیاوړي کېږي.»

د سیاسي کارپوهان بیا وايي، د سیمې ترڅنګ مهمه داده چې له نړیوالو سره هم تعامل رامنځته شي او د افغانستان او نړۍ ترمنځ په متقابل درناوي او ګډو ګټو ولاړې اړیکې جوړې شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « په اوسنیو شرایطو کې موږ ته بېخي لازمه ده چې د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د یوه مثبت تعامل له لارې خپل سیاسي روابط جوړ کړو. اړتیا ده چې موږ باید لومړی له خپلو ګاونډیانو سره او بیا له ټولې نړۍ سره د متقابل احترام پر بنیاد، داسې چې زموږ ملي ګټې په کې خوندي وي، باید دا روابط جوړ شي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې له نړۍ سره د رسمي اړیکو نه درلودل په مستقیم ډول د عام ولس پر اقتصادي ژوند اغېز لري او له رسمیت پېژندنې سره د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون منځته راځي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« د افغانستان د رسمیت پېژندنې مساله یوه مهمه مساله ده. د دې مثبتې او منفي اغېزې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه پر عام ولس اغېز لري. د عام ولس لپاره د اسلامي امارت له خوا رسمیت او مشروعیت ترلاسه کول ضروري او لازمي دي؛ ځکه د ولس اقتصاد، تجارت او اړیکې په همدې مشروعیت پورې تړاو لري.»

په ټوله کې باور دا دی چې ازبېکستان هېواد ته د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخواند وروستی سفر د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ مثبت تعامل موجود دی، خو د سیاسي چارو شنوونکي غوښتنه کوي چې باید د حکومت رسمیت پېژندنې ته لا زیاته پاملرنه وشي.

اوس مهال لسګونه هېوادونه په افغانستان کې فعال سفارتونه لري او همدا راز نږدې ۴۰ هېوادونو کې د افغانستان سیاسي نمایندګۍ فعالې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist