Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې وزارت: سږ کال به ټول هېواد کې ۱۶ میلیونه نیالګي کېنوو

کرنې وزارت: سږ کال به ټول هېواد کې ۱۶ میلیونه نیالګي کېنوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/24

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د «نن نیالګی د سبا هوساینه» ترشعار لاندې پیل کړ.

د دې وزارت چارواکي وايي، د پلان له مخې به سږ کال په ټول هېواد کې ۱۶ میلیونه نوي نیالګي پر زرګونه هکټاره ځمکو کېنول شي.

د دې وزارت د طبیعي سرچینو ریاست وايي، د نیالګیو کېنولو لپاره ځانګړی لس کلن پلان جوړ شوی چې په کې د ۱۶۰ میلیونه اصله نیالګیو کېنول شامل دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو رئیس عبدالاحد خلیل وايي: « سږ کال د ټول هېواد په کچه ۱۶ میلیونه نیالګي د وېش لپاره لرو. له ۱۴۰۱ کال څخه نیولې تر راتلونکو لسو کلونو پورې مو ستراتیژيک پلان جوړ کړی او ټاکل شوې چې ۱۶۰ میلیونه نیالګي ووېشل شي او پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو باندې کېنول شي.»

چارواکي د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره د نیالګیو کېنول مهم ګڼي او زیاتوي، د ځنګلونو پیاوړتیا نه یوازې طبیعي ښکلا رامنځته کوي بلکې د اوبو ساتنې او د سېلابونو په مخینوي کې هم اغېزناک رول لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معین آغاجان حاجي اسلم وايي: « د ځنګلونو شتون د هوا ککړتیا د کمولو او د اقلیم د بدلون مخنیوي لپاره ډېر مهم دی. د ځنګلونو بل اهمیت د اوبو د دوران تنظیمول دي؛ ځنګلونه د باران اوبه جذبوي او د سېلابونو مخه نیسي.»

په همدې حال کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي د چرګانو د غوښې په برخه کې هم د افغانستان د ځان بسیاینې خبر ورکوي او زیاتوي، افغانستان به په نږدې ورځو کې به په ګڼ شمیر نورو برخو کې هم پرځان بسیا شي.

د دې وزارت د اوبو لګونې او طبیعي سرچینو معین بیا وايي، هڅه کېږي ورکړل شوې بودیجه د مالدارۍ، اوبو لګونې او کرنې په برخو کې په اغېزناکه بڼه ولګول شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین بازمحمد فیضان وايي: « د مالدارۍ او آبیارۍ په برخو کې مو هڅه کړې چې خپله انکشافي بودیجه په ځای او اغېزناکه ولګول شي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدراعظم عثماني وايي:« موږ الحمدالله د چرګانو د غوښو په تولید کې خود کفايي ته رسېدلي یو. همدارنګه په ځینو نورو برخو کې هم خودکفايي ته ډېر نږدې شوي یو.»

د کرنې وزارت چارواکي په خلکو هم غږ کوي چې د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې ونډه واخلي او دغه راز د کېنول شویو نیالګیو اوبه خور او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist