Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت: له سیمې او نړۍ سره مو اړیکې د پراخېدو په حال کې دي

تکل: یو شمېر افریقايي هېوادونو کې ۱۷ افغان بندیان راخوشي شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/16

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت په هڅو د یوشمېر افريقايي هېوادونو له بندخونو ۱۷ تنه افغان بندیان آزاد او کابل ته ولېږدول شول.

 د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، دغه افغانان په تېرو درېیو میاشتو کې د مصر په ګډون په مراکش، لېبیا، سوډان او موریټانیا هېوادونو کې د بېلابېلو دلایلو له امله بندیان وو.

تکل زیاتوي: « د مصر په پلازمېنه قاهره کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت په هڅو په تېرو درېیو میاشتو کې د مصر په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو، لکه مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا ۱۷ افغانان چې دغو هېوادونو کې د بېلابېلو دلایلو له امله بندیان وو، له بند آزاد او د آریانا افغان هوایي شرکت له لارې هېواد ته راولېږدول شول.»

تکل وايي، سرپرست حکومت به په راتلونکي کې هم له هېواد بهر د مېشتو افغان اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خونديتوب لپاره هڅې جاري ساتي.

هغه زیاتوي: « د یادونې وړ ده چې د بندویانو دغه پروسه په قاهره کې د افغانستان لوی سفارت او د مذکوره هېوادونو په همغږۍ ترسره شوې. همداراز یاد سفارت هڅه کوي چې په راتلونکي کې هم د خپلو اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.»

په ورته وخت کې د نظر خاوندان د سرپرست حکومت دغه اقدام ستايي او غوښتنه کوي چې باید له نورو هېوادونو سره هم د کډوالو د ستونزو هوارولو په برخه کې ورته هڅې وشي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « دا چې په مصر کې د افغانستان د سفارت سرپرست بریالی شوی د هغو ۱۷ تنو افغانانو د خوشې کولو زمینه برابره کړي چې هلته بندیان وو، دا یو مثبت ګام دی. همدارنګه دا چې له الجزایر، لیبیا او سوډان سره هم د ډېپلوماټیکو هڅو او خبرو اترو له لارې هلته یو شمېر بندي افغانان راخوشې شوي، دا د بهرنیو چارو وزارت فعاله ډیپلوماسي څرګندوي چې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره خپل مکلفیت اداء کوي. هر هغه حاکمیت چې د ملي ګټو او د خپلو وګړو د حق ورکولو پر اساس پلان او پالیسي ولري، ښکاره خبره ده چې فاصلې له منځه ځي.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « دا چې افغان وګړي د نړۍ په هر ځای کې بندیان وي او سفارتونه هڅه کوي راخوشې یې کړي، دا د افغانانو لپاره یو مثبت ګام دی، ځکه زموږ خلک هرځای مهاجر دي او ګڼې ستونزې لري؛ خو دغه هڅې تر هغه وخت ډېرې اغېزناکې نه شي تمامېدای چې خپله افغانستان پر رسمیت نه وي پېژندل شوی، له نړۍ سره ګډ ژوند پیل نه کړي، په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ ونه لري، په اروپايي ټولنه کې استازی ونه لري، تر هغو به دغه مشکلات له موږ سره وي.»

په دې وروستیو میاشتو کې په ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د بندي کولو او ځورونې پېښې زياتې شوې چې دغه کړنې په کور دننه او پر نړیوالو کچه له غندې سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist