Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې جدي مبارزه شوې

کارپوهان: افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې جدي مبارزه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/12

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د امنیت شورا په غونډه کې تور لګولی چې د داعش اصلي مرکز په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دی.

 خو درې اوونۍ وړاندې د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون ویلي و چې د کره مالوماتو پر بنسټ، د داعش لپاره نوي جذب شوي کسان د کراچۍ او اسلام‌ اباد هوايي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې هغو مرکزونو ته لېږدول کېږي چې د سیمې او نړۍ په هېوادونو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون ویلي وو: « همدا اوس موږ داسې باوري اطلاعات په لاس کې لرو چې د کراچۍ او اسلام‌ اباد هوایي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې خپلو مرکزونو ته له ځینو آسیايي او اروپايي هېوادونو خپل نوي جذب شوي افراد را انتقالوي او کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې له دې افرادو په استفادې د سیمې او نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د بریدونو هڅه وکړي.»

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « نړۍ په دې ښه پوهېږي چې پاکستان د تروریستي ډلو ټپلو د روزنې ځاله ده،خو په تأسف سره چې نړۍ کې د بشر حقونو او واقعیت ته نه ګوري او په دې ټولو سترګې پټوي؛ ځکه چې پاکستان د دغو نړیوالو هېوادونو د سیاسي اهدافو استازیتوب کوي.»

د پوځي او سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې داعش ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او ټینګار کوي چې د دې ډلې مرکزونه پاکستان کې موجود دي او په خبره یې که ملګرو ملتونه غواړي افغانستان، سیمه او نړۍ په امن شي، پر اسلام اباد دې فشارونه زیات کړي، ترڅو د داعش له روزنې لاس واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه مرتضی مطهري وايي: « داعش، القاعده او نورې هغه ډلې چې په سیمه کې تروریستي فعالیتونه لري، د پاکستان په سرحدي سیمو کې پټنځایونه لري او هلته اوسېږي. د پاکستان دولت د دې مسالې په اړه هېڅ ډول مثبت ګامونه نه دي پورته کړي او  د دغو تروریستي ډلو پر وړاندې یې هېڅ ډول مهم عملیات نه دي ترسره کړي.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « داعش د یوې شبکې په توګه د سیمې په ټولو هېوادونو کې خپل کسان لري، حتا له افغانستان او پاکستان د باندې هم غړي او شبکه لري او په پرله پسې توګه کار کوي.»

د سرپرست حکومت د مالوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د داعش له لوري ترسره شوي بریدونه له افغانستانه بهر د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه تاجیکستاني او پاکستاني وګړو له لوري پلان او ترسره شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي یوه میاشت وړاندې له شمشاد سره مرکه کې ویلي و، داسې شواهد لري چې ښيي داعش په پاکستان کې مرکزونه لري او د دې هېواد د پوځ له لوري روزنه ورکول کېږي، تجهیز او سمبالېږي او په خبره يې بیا یې افغانستان ته د بریدونو ترسره کولو لپاره را استوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شېر محمد عباس ستانکزی وویل: « خال خال ځای راپیدا کېږي، مګر اکثریت وخت ځپل کېږي. موږ د دې ثبوت لرو او له موږ سره بندي داعشیانو د داقرار له مخې وایم چې دوی زموږ په ګاونډ او پاکستان کې مرکزونه لري، هلته روزل کېږي، د پاکستان پوځیان دوی ته روزنه ورکوي، تربیه کوي یې او سلاوې ورکوې او افغانستان ته یې را استوي، خو موږ دغه کسان تصفیه کړي او له منځه وړي دي.»

له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم په کابل کې د یوې غونډې پرمهال پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي و، درې ګاونډي هېوادونه د داعش ملاتړ کوي او دغه ‌راز یې ډاډ ورکړی و چې داعش ته به په افغانستان کې د حضور موقع ورنه کړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist