د مخکېني حکومت د سقوط پرمهال ۴۶ نظامي چورلکي ازبېکستان ته ولېږدول شوې.
سرپرست حکومت يې په وار وار د ترلاسه کولو غوښتنه کړې، خو پر دې سربېره هم تاشکنت دغلته د افغانستان ولاړو چورلکو اوه هغه واشنګټن ته د يوې هوکړې پر اساس تسليم کړې.
له دې څو ورځې وروسته د افغانستان ملي دفاع وزارت په دې تړاو غبرګون ښودلی او يادې چورلکې يې د افغانستان ملکيت بللی.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله خورازمي غوښتنه کړې، چې ازبېکستان دې افغانستان ته د چورلکو په انتقال کې خنډ نه جوړوي او امريکا ته تسليم کړې هغه دې ژر را وګرځوي.
هغه زیاته کړې:« د خپرو شویو راپورونو له مخې، د تېرې ادارې سقوط پر مهال له افغانستان ازبېکستان ته لېږدول شویو چورلکو له ډلې، اوه هغه یې امریکا ته لېږدول شوې دي. اسلامي امارت په دې اړه اندېښمن دی، ځکه دا چورلکې د افغانستان اړوند دي او کله چې د مخکېنۍ ادارې چارواکي وتښتېدل، ازبېکستان ته انتقال شوي، نو باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي. دا چورلکې چې په هر دلیل امریکا ته سپارل کېږي، موږ ته د منلو نه وړ دي، ځکه افغانان حق لري چې له خپلو حقونو دفاع او پوښتنه وکړي او ګاونډیان هم باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. موږ له امریکا هم غوښتنه کوو چې افغانستان د ټولو چورلکو په بېرته لېږلو کې خنډونه جوړ نه کړي او افغانانو ته یې وسپاري.»
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د نړيوال رسميت نه لرلو له امله د افغانستان پر ګټو ګاونډیان معاملې کوي او په خبره یې که سرپرست حکومت، ازبېکستان او امریکا په خپلو کې سیاسي جوړ جاړی وکړي، تمه شته، چې واشګټن ته سپارل شوې چورلکې بيا افغانستان ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي:« دا چې یادې چورلکې امریکا ته سپارل شوې، افغانستان د دغو تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو امکان له لاسه ورکړی دی. که افغانستان او ازبېکستان ترمنځ مذاکرات دوام وکړي، ښايي د سیاسي جوړجاړي له لارې د پاتې نورو چورلکو برخلیک مالوم او هېواد ته راستنې کړي.»
د مالوماتو له مخې، افغانستان د مخکېني حکومت له سقوط وړاندې ۱۶۴ چورلکې لرل، خو له ډلې يې يوازې ۸۱ په افغانستان کې پاتې دي او نورې يې ازبېکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې دي.
ازبېکستان داسې مهال د افغانستان چورلکې امريکا ته سپارلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امريکا پوځي تجهیزاتو پر پرېښودولو نیوکه کړې او د بېرته ترلاسه کولو بحث يې مطرح کړی.