Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان بانک: د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره به اړین ګامونه پورته کړو

د افغانستان بانک: له هېوادونو سره پر افغانيو د سوداګرۍ هڅې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/04

د افغانستان بانک، خصوصي سکټور او د سوداګرو استازي په کابل کې راټول شوي ترڅو د افغانیو د ثبات ساتلو په تړاو هر اړخیز بحثونه وکړي.

غونډه کې په دې خبرې کېږي چې څنګه او له کومو لارو کولی شي چې د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ثبات او ارزښت وساتي؟

د افغانستان بانک چارواکي وایي، هڅې یې پیل کړې چې له هېوادونو سره سوداګري په افغانيو وشي.

دوی زیاتوي، دغه هڅې د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره دي او خلک دې هم ټولې راکړې ورکړې په افغانيو وکړي.

د افغانستان بانک لومړی مرستيال صدیق‌ الله خالد وايي: « موږ له ټولو هېوادوالو غواړو چې د افغانیو په ثبات باور وساتي او له اړتیا پرته د په داسې حالاتو کې په اسعارو د افغانۍ مبادله نه ترسره کوي، ترڅو د بې بنسټه آوازو ښکار او متضرر نه شي. هېوادوالو ته ډاډ ورکول کېږي چې د افغانستان بانک کافي سرچینې لري او د بازار اسعاري اړتیاوې پوره کولی شي. د افغانستان بانک د اسعارو د قاچاق او مخینوي په برخه کې له اړوند ادارو سره په همغږۍ لازم ګامونه پورته کړي او دغه موارد په جدي توګه تعقیبوي.»

خصوصي سکټور د افغانیو د ثبات ساتلو په برخه کې د دې هڅو ستاينې ترڅنګ په بهر کې له مېشتو افغان پانګوالو غواړي چې له اوسني فرصت په ګټنې خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوي.

د دې سکټور استازي له نړيوالو هم غواړي چې د ستونزو حل لپاره دې پر افغانستان لګولي مالي بنديزونه لرې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي: « نړیوالې ټولنې داسې کار کړی چې د افغانستان د خصوصي سکټور پر انتقالاتو یې بنډیز لګولی او دا باید لرې کړي، بانکونه باید آزاد کړي. د دې کار فشار یوازې د افغانستان پر ملت پروت دی. موږ د حکومتونو په کار غرض نه لرو، دوی پوهېږي او تعامل یې؛ خو د افغانستان پر خصوصي سکټور باید بندیزونه لرې کړي، ترڅو موږ د خپلو صادراتو او وارداتو پیسې او د خامو موادو پیسې په اسانۍ سره انتقال کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: « افغانستان ته چې کوم مشکل راغلی، بېرته ډېر ژر حل شو. موږ باید دې ته چمتوالی ونیسو، که په آینده کې له دې ډول ستونزو سره مخامخ کېږو، دا مسوولیت زموږ او په ځانګړې توګه د تجارانو، د خصوصي سکټور، د اسلامي  امارت د مسوولینو او افغانستان بانک دی چې باید متوجه اوسو، ترڅو آینده کې زموږ خلک متضرر نه شي. باید خلکو ته امیدواري او اطمینان ورکړو او په دې یې ډاډه کړو چې وضعیت د ثبات په حال کې دی.»

د صرافانو سرتاسري شورا هم د افغانۍ د ثبات خونديتابه په برخه کې د خپلو هڅو يادونه کوي او زياتوي چې ياد ته هدف ته د رسېدو لپاره د کابل په شمول په نورو ولايتونو کې هم وخت ناوخت ډالر ليلام ته وړاندې کوي.

د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا ریيس بهرام خان ځدراڼ وايي: « د افغانستان بانک چې کومې وعدې کړې وې، هغه یې پوره کړې. زه امیدوار یم چې دوی به همدې کار ته ادامه ورکوي، ترڅو افغانۍ کافي ثبات پيدا کړي.»

سوداګر عبدالحفیظ رحماني وايي: « په دغو دوه درېیو ورځو کې چې افغانۍ د تحول په حال کې وه، موږ په دې اړه اندېښنه نه لرو. موږ د خپلې وچې مېوې کاروبار په افغانیو کوو او په دې تړاو هېڅ تشویش نه لرو.»

دا مهال یو امريکايي ډالر د ۷۴ افغانيو په مقابل کې تبادله کېږي. خو کله چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د امریکا له خوا د افغانستان په ګډون د نړۍ په اکثریت هېوادونو خپلې پراختیایي مرستې د درېیو میاشتو لپاره وځنډولې، افغانۍ د امریکايي ډالر پر وړاندې په تدريجي توګه ارزښت بايلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist