Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګډ امنیتي تړون سازمان: له افغانستانه لاهم د ګواښونو خپرېدو په تړاو اندېښنه لرو

ګډ امنیتي تړون سازمان: له افغانستانه لاهم د ګواښونو خپرېدو په تړاو اندېښنه لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/01

ګډ امنیتي تړون سازمان د دې سازمان غړیو هېوادونو د امنیت په تړاو له افغانستانه د ځینو ګواښونو پر احتمالي خپرېدا اندېښنه ښودلې.

ټاس خبري آژانس د دې سازمان لوی درستیز له قوله لیکلي، په افغانستان کې د ځینو مثبتو بدلونو سره سره لاهم د ترهګرۍ په څېر د یو شمېر ګواښونو د خپرېدو اندېښنه پر خپل ځای ده.

اندرې سردېیوکوف سخت دریځي، ترهګري او د نشه ‌یي توکو قاچاق هغه ګواښونو بللي چې د دې سازمان غړي یې له خپرېدو وېره لري.

سردېیوکوف زیاته کړې:« افغانستان کې د وروستیو مثبتو بدلونونو سربېره د مرکزي آسیا سیمه لاهم بې ‌ثباته ده. د ګډ امنیتي تړون غړي هېوادونه لاهم د سخت دریځې ایډیولوژۍ د خپرېدا، ترهګرۍ او د نشه‌ یي توکو د قاچاق په څېر له ګواښونو سره مخ دي.»

اسلامي امارت د ګډ امنیتي تړون سازمان د دې لوړ پوړي پوځي چارواکي څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې له افغانستانه د ترهګرۍ خپرېدا په تړاو د هېوادونو اندېښنې بې ځایه بللې دي.

د سرپرست حکومت چارواکو په ځلونو ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې جدي دي او نه یوازې دا چې نه پرېږدي په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره شي؛ بلکې ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « که موږ تېرو ۲۰ کالو یا تېرو درې لسیزو ته وګورو، دومره چې د نشه يي توکو د کنټرول لپاره اوس کار شوی، زه فکر نه کوم په تېر کې شوی وي. البته شک نه شته چې یو شمېر ستونزې به وي، خو د نشه يي توکو ستونزه تر ډېره حل شوې ده.»

بل پلو، د سیاسي چارو شنونکي له هغو هېوادونو، سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونه چې ورته اندېښنې لري، غواړي چې دغه اندېښنې د ترهګرۍ له واقعي ملاتړو هېوادونو سره مطرح کړي.

د پوځي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « هغه تبلیغات چې د افغانستان د جغرافیا او طالبانو په اړه کېږي، دا کار د غربي نړۍ د استخباراتو له پلان سره سم روان دی. غربي نړۍ غواړي یوځل بیا په افغانستان کې جګړه او بحران رامنځته کړي، ترڅو دوی خپلو نویو پلانونو ته لاره هواره کړي.»

نړۍ او په تېره بیا د سیمې یو شمېر هېوادونو وخت نا وخت له افغانستانه د ترهګرۍ د خپرېدا اندېښنې مطرح کړې دي، خو اسلامي امارت وايي، هېچاته د دې اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist