Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: امریکا باید افغانو ته د خپلې ۲۰ کلنې جګړې غرامت ورکړي

کارپوهان: امریکا باید افغانو ته د خپلې ۲۰ کلنې جګړې غرامت ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/22

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغو څرګندونو توند غبرګونونه را پارولي چې وايي، افغانستان کې ترې پاتې شوې وسلې دې بېرته ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، نه یوازې دا چې امریکا په افغانستان کې د خپل نظامي حضور پرمهال عام افغانان وژلي، بلکې د افغانستان د پخوانۍ اردو ټول پوځي تجهیزات یې د بې وسلي کولو او ملکي کولو پروګرام (ډي ډي آر) او ډایاګ په نوم له منځه وړي دي.

دوی زیاتوي، امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د ۲۰ کلن پوځي حضور پرمهال افغانستان ته اقتصادي او سیاسي تاوانونه اړولي او د نړیوالو اصولو پر بنسټ اوس مسوولیت لري چې له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي او کابل پر رسمیت وپېژني.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « په ۲۰ کلن اشغال په دوران کې د امریکايانو پوځي حضور او د دوی جنایات، په حقیقت کې له نړیوالو قوانینو سره سم د افغانانو پر وړاندې د دوی هغه مسوولیت په ګوته کوي چې باید د جګړې د غرامت په توګه له افغانانو سره د اقتصادي مرستو ترڅنګ د نظام د رسمیت او تقویه کولو لپاره هم کار وکړي. هغه تخنیک او وسایط چې له جمهوریت اسلامي امارت ته په میراث پاتې دي، د افغانانو داسې ملکیت دی لکه د پامیر، سپین غر او هندوکش غرونه.»

د سیاسي چارو کارپوه کامران امان وايي: « امریکا دلته ماتې خوړلې او دا مال د افغانستان د خلکو دی او غنیمت ګڼل کېږي؛ ځکه دوی تجاوز کړی و او ۲۰ کاله یې دلته خلک وژلي. دوی زموږ د پخوانۍ اردو او د اسلامي امارت د وخت ټول نظامي تجهیزات او ټانکونه دوی راټول او کباړ کړل. دوی د ډي ډي آر په نوم وسلې ټولې کړې او خاص مواد یې پرې وشیندل او له منځه یې یوړل.»

ځينې نور بیا په دې اند دي چې د ناټوغړیو هېوادونو دا منلې چې ځواکونو یې په افغانستان کې بې ګناه وژنې کړې او اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغان لوری له امریکا سره د تعامل له لارې افغانانو ته د اوښتو زیانونو د تاوان مساله مطرح کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د ناټو ګڼو غړیو منلې چې د دوی عسکرو په افغانستان کې عام وژنه کړې، وحشت او دهشت یې کړی او باید افغان کورنیو ته تاوان ورکړل شي. دا چې په دې برخه کې ناغېړي شوي، عام افغانان هم مسوولیت لري، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه او د سرپرست حکومت چارواکي هم مسوولیت لري چې دا مسایل راپورته کړي؛ ترڅو موږ وکولی شو له دغو هېوادونو سره په دوه اړخیز تعامل کې افغانانو ته په جګړه کې د رسېدلي تاوان غوښتنه وکړو. که چېرې دوی د وسلو غوښتنه کوي، موږ د غرامت غوښتنه وکړو.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د دې پر ځای چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ترسره کړیو جنګي جنایتونو غرامت ورکړي، په جګړې ترې د پاتو وسلو د بېرته اخیستلو غوښتنه کوي.

دوی زیاتوي، د امریکا نوی حکومت په افغانستان کې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره، دلته د پاتو وسلو د بېرته اخیستلو مساله د سیاسي فشار په توګه مطرح کوي، خو دا کار به کومه پایله ونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « هغه ناروا او د نه بښوونکي جنایتونه چې امریکا په ۲۰ کالو کې په افغانستان کې ترسره کړل او افغانستان یې له سیاسي او اقتصادي پلوه د تباهۍ او بربادۍ کندې ته واچوه، د دې پر ځای چې د خپلو دغو جنایتونو تاوان ورکړي، د خپلو وسلو غوښتنه کوي، حال دا چې دا ټولو ته معلومه ده چې دوی خپلې وسلې له منځه یوړې. دا غوښتنې هغه سیاسي فشارونه دي چې ټرمپ یې اوس د خپل حاکمیت په وخت کې پر افغانستان واردوي، ترڅو خپل سیاسي اهداف ترلاسه کړي.»

د مالوماتو له مخې، هغه مهال چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وتل، خپل یو شمېر پوځي تجهیزات یې ګاونډي پاکستان ته انتقال کړل او هغه چې په افغانستان کې ترې پاتې کېدل، هغه یې له منځه یوړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist