خان محمد۲۰ کاله وړاندې په ننګرهار ولایت کې د امريکايي ځواکونو له لوري له نيول کېدو وروسته، امریکا ته انتقال شو او هلته د امريکايي محکمو له خوا پر عمري بند محکوم شوی و.
نوموړی دا مهال په افغانستان کې د دوو بندي امريکايي اتباعو په بدل کې تبادله او بېرته هېواد را انتقال شو.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې تبادلې په اړه يې له امريکايي لوري سره مذاکرات که څه هم اوږده وو، خو پايله يې مثبته وه.
د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اوږدو او ګټه ورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو تن افغان مجاهد بندي خان محمد له امریکايي اتباعو سره په تبادله کې له بند آزاد او خپل هېواد ته را ولېږدول شو. خان محمد چې د امریکايي محکمو له لوري د عمري بند سزا ورته اورول شوې وه او په کلیفورنیا ایالت کې یې د بند موده تېروله، نږدې دوه لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و.»
که څه هم بهرنيو چارو وزارت دغه تبادله د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو عادي کولو لپاره مهمه بولي، خو زياتوي چې د قطر رول په کې حياتي و.
ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: « اسلامي امارت د امریکا هغو اقداماتو ته په مثبت نظر ګوري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو او پراختیا سره مرسته کوي.»
بله خوا، د امریکا سي.اېن.اېن ټلوېزیون راپور ورکړی چې راین کوربېټ او وېلیم مک کېنټي هغه دوه امریکايي وګړي دي چې د سرپرست حکومت له خوا نيول شوي وو او اوس د خان محمد د خوشې کېدو په بدل کې خوشي شول.
د تبادلې په هوکړه کې آزاد شوی خان محمد وایي، شاوخوا ۱۵ کاله يې د کوم جرم له اثبات پرته په زندان کې تېر کړي.
دی غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې د نورو افغان زندانيانو د خلاصون هڅې هم وکړي.
هغه په دې اړه وايي:« یوڅه موده بګرام زندان کې بندي وم او په ۲۰۰۷ کال کې یې امریکا ته یوړم. تقریبا ً ۱۵ کاله به مې هلته تېر کړي وي. زما غوښتنه دا ده چې اوس هم ډېر خلک بې ګناه بندیان دي او باید ټول راخوشې شي او خپلو کورونو ته راشي.»
د خان محمد زوی رفیع الله زهیر وايي: « زما نوم رفع الله دی او د خان محمد اسیر مشر زوی یم. دا چې په ۱۳۸۵ کال کې زموږ پلار بې ګناه ونیول شو او تر آخره پورې کوم جرم هم پرې ثابت نه شو، ۲۰ کاله یې بې ګناه په زندان کې تېر کړل. غوښته مو دا ده چې موږ ته د دې غرامت راکړل شي چې ولې دومره وخت بې ګناه په زندان کې پروت و.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د دواړو هېوادونو له خوا د یو بل بندیان را خوشې کول مثبت ګام دی.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « زه نه پوهېږم چې اسلامي امارت ولې د دغو جنایتونو پر وړاندې نه پوهېږي، هغه په ځان باندې د ولس راټولول او ملي یوالی رامنځته کول دي، ترڅو افغانستان او افغان د دغو هېوادونو له جنایتونو وژغورل شي.»
د نظامي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « امریکا او طالبان به خپلې اړیکې د دوحې له هوکړې سره سم او د دغې هوکړې د اصولو پر بنسټ مخته وړي.»
له دې وړاندې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکایي وګړو نیول کېدل د واشنګټن او کابل ترمنځ د مثبت تعامل پر وړاندې خنډ باله، خو آیا د واک پر څوکۍ د ډونالډ ټرمپ له ناستې سره سم د امريکايي وګړو خوشې کول به له کابل سره د واشنګټن په اړيکو کې نوی باب پرانيزي؟
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « زه هیله لرم د بندیانو دغه تبادله وکولی شي د اړیکو د پراختیا او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ جلبولو لپاره چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري، مثبته مرسته وکړي.»
له دې وړاندې ځينو امريکايي رسنيو ويلي و چې د افغانستان او امريکا چارواکي د زندانيانو د تبادلې په اړه يوې داسې هوکړې ته د رسېدو په هڅه دي چې له مخې به يې په ګوانتانامو کې بندي محمد رحيم الافغاني د تازه آزادو شویو امريکايي وګړو په بدل کې تبادله شي.