Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سترې محکمې اداري مرستیال پر مشرۍ قضایي پلاوی تهران ته تللی

د سترې محکمې اداري مرستیال پر مشرۍ قضایي پلاوی تهران ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/19

د سترې محکمې اداري مرستیال پر مشرۍ یو قضايي پلاوی ایران ته رسېدلی ترڅو د دې هېواد له قضايي چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د دې پلاوي د سفر موخه له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا، په دې هېواد کې د افغان بندیانو د حقونو خوندیتوب، پر اعدام محکومو افغانانو لپاره د بديلو لاور لټولو او يو شمېر نورو مهمو مسايلو خبرې ښودل شوې ده.

د سترې محکمي ویاند عبدالرحمن راشد د دې سفر په اړه وايي: «  د سترې محکمې د لوړ پوړي قضايي پلاوي سفر له بېلا بېلو اړخونو ډېر مهم دی. په دې سفر کې به له ایراني لوري سره پر اعدام د محکومو افغانانو لپاره د بديلو لارو لټولو، هېواد ته د افغان بنديانو پر را لېږدولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د قضايي اړيکو پراختيا په موخه مهم بحثونه وشي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « که دا ډول سفرونه په سمه توګه مدیریت شي او په کې شوې ژمنې عملي شي، د افغان کډوالو ډېرې ستونزې به هوارې شي، لکه هېواد ته د افغان کډوالو انتقال او هلته د کار قانوني لارې برابرول. د دې کار لپاره ریښتینې سیاسي ارادې او عملي اقداماتو ته اړتیا ده.»

د افغان کډوالو د حقونو فعالان وایي، ایران په یو شمېر ښارونو او سیمو کې د افغان کډوالو پر ګرځېدو او کار بندیز لګولی او له ټولو حقونو یې بې برخې کړي دي.

دوی تمه لري چې د اسلامي امارت د سترې محکمي د لوړ پوړي قضایي پلاوي له سفر وروسته به ایران د افغان کډوالو د ځورونې‎ او اعدام لړۍ ودروي.

د کډوالو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « زه هیله من یم چې د ایران هېواد به د مهاجرت له نړیوال کنوانسیون سره سم په ایران کې له افغان کدوالو سره چلن وکړي. دغه کنوانسیون دولتونو ته دا حق نه ورکوي چې حتا له هغو کسانو سره هم زور زیاتی وکړي چې په غیر قانوني توګه د دوی هېواد ته ننوتي وي. د ایران او اسلامي امارت ترمنځ د هوکړې لاسلیک کېدل په افغانستان کې د روان ناورین یو مهم ګام دی او کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مهم رول ولوبوي. هیله ده په دې سفر سره د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، ایران هره ورځ لسګونه افغان کډوال او کورنۍ په جبري ډول د هرات اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راليږي.

دوی وړاندیز کوي چې د سرپرست حکومت چارواکي بايد د افغان کډوالو د اعدامولو موضوع ته په دې سفر کې لومړیتوب ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي: « افغانان په یو ډول نه یو ډول د بدنامولو په موخه محکمو او اعدام ته برابر شوي. هیله ده تللی پلاوی د دغو افغانانو ژوند وژغوري او په عزت یې هېواد ته را ستانه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه په کابل او تهران کې د اسلامي امارت  او ایراني چارواکو ترمنځ ګڼې ناستې شوې، خو بیا هم د افغان کډوالو پر وړاندې د دې هېواد په تګلارو کې بدلون او نرمښت نه دی راغلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist