Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي همکارۍ سازمان پرېکړه لیک؛ زده کړې د نجونو حق دی او د تأمین لپاره یې باید هڅې وشي

د اسلامي همکارۍ سازمان پرېکړه لیک؛ زده کړې د نجونو حق دی او د تأمین لپاره یې باید هڅې وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/13

د پاکستان په کوربه توب د اسلامي همکارۍ سازمان په نوښت (اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم؛ ننګونې او فرصتونه) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی نړیوال کنفرانس د یوه پرېکړه ‌لیک په صادرولو پای ته ورسېد.

په دې کنفرانس کې ګډونوالو په اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې شته ننګونو او فرصتونو په تړاو بحثونه وکړل او دولتونه یې مکلف وګڼل چې په خپلو ټولنو کې د نجونو د عصري زده کړو د ودې لپاره اسانتیاوې برابرې او له دې حق یې محرومې نه کړي.

یاد سازمان ۱۷ ماده ‌ییز پرېکړه ‌لیک کې زده کړې د نجونو اساسي حق ګڼلی او پر تامین او ودې یې ټینګار کړی.

د پرېکړه لیک یوه برخه: « په دې مسالې هم ټینګار وشو چې د نجونو زده کړې نه یوازې دا چې مذهبي فریضه ده بلکې د ټولنې یوه اړتیا هم ده داسې یو بنسټیز حق دی چې پر تامین یې اسلامي او شرعي قوانینو کې هم ټینګار شوی.»

د پرېکړه ‌لیک په نورو مادو کې له تعلیم د نجونو د محرومیت په تړاو علما او خلک مسوول بلل شوي او ترې غوښتل شوي چې د عصري زده کړو د اړتیا او اهمیت په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. دغه راز دولتونه مکلف بلل شوي چې د نجونو د تعلیم پر وړاندې کلتوري ننګونې له منځه یوسي.

د پرېکړه لیک یوه برخه:« په دې ناسته کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل شول چې د نجونو د زده کړو ودې لپاره نوي قوانین جوړ او په ټولنه کې فرهنګي ننګونې له منځه یوسي.»

د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طاهه د دې ناستې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او د دې کنفرانس پر اهمیت او اړتیا یې خبرې کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان په اعلامیه کې راغلي: « په دې ناسته کې دواړو  خواوو د افغانستان له سرپرست حکومت سره د رغوونکو خبرو اترو د لا پراختیا په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان او د پاکستان پر ګډو هڅو ټینګار درلود. په دې ناسته کې د نجونو زده کړو، له ترهګرۍ سره مبارزه او بشري مرستو په څېر پر اړینو موضوعاتو بحث وشو.»

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، په راتلونکې لسیزه کې شاوخوا یو میلیون نجونې د کار مارکېټ ته وړاندې کوي چې په وینا یې ورسره به نه یوازې د بېوزلۍ په مهارولو کې اغېزناک واقع شي، بلکې د اقتصاد په وده کې به هم مرسته وکړي.

شریف زیاته کړې:« په راتلونکي لسیزه کې به دلته میلیونونه نجونې د کار مارکېټ ته وړاندې شي، چې ورسره به نه یوازې دوی خپل ځان، کورنۍ او هېواد له بېوزلۍ وژغوري بلکې د اقتصاد په غوړېدا کې به هم مهم رول ولوبوي.» 

پاکستاني چارواکي د اسلامي همکاریو سازمان مشر سره په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او تحصیل په تړاو داسې مهال خپل نظر شریکوي چې د اسلام اباد په کوربه توب دغه نړیوال کنفرانس کې د سرپرست حکومت استازي ګډون نه درلود.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم او تحصیل په تړاو دغه ډول کنفرانس مهم او اغېزناک ګڼي، خو ټینګار کوي چې هېوادونه باید له دا ډول کنفرانسونو سیاسي ګټه وانخلي.

په دې کنفرانس کې پر څو اړینو مواردو چې په اسلام کې د ښځو د زده کړو اهمیت، زده کړو ته د هغوی لاسرسی، د زده کړو پر وړاندې ننګونې، د نړیوال منشور له مخې د نجونو ارزښت ته کتنې او نور بحثونه شوي او هغه ننګونې چې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې شته دي، تر بحثونو وروسته په ۱۷ ماده ‌ییز پرېکړه لیک کې مشخص شوي او پر حل لارو یې ټینګار شوی.

پاکستان داسې مهال د دې ناستې کوربه توب کوي چې د تېر ۲۰۲۳زېږدیز کال له اوکټوبر راهیسې نږدې یو میلیون افغان کډوال په جبري ډول له دغه هېواد اېستلي چې په دوی کې د ښوونځیو ښځینه زده کوونکې او د پوهنتون محصلانې هم شاملې دي.

د شمشاد مالومات ښيي چې په دې هېواد کې تازه د افغان کډوالو د جبري ستنولو او نیولو لړۍ له پیل کېدو سره لسګونه نجونې او ښځې پولیسو نیولې دي او غواړي افغانستان ته یې ستنې کړي.

د پاکستان دغه عمل له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist