Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: د مسکو له هغې پرېکړې هرکلی کوو چې غواړي اسلامي امارت د ترهګرو له لېست وباسي

فطرت: امریکا نه یوازې موږ سره مرسته نه ده کړې بلکې د افغانستان شتمني یې هم کنګل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/09

که څه هم د امریکا د راتلونکي حکومت تګلاره او له افغانستان سره د سیاسي اړیکو پالیسي لا نه ده بشپړه شوې، خو د دې هېواد منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جورجیا ایالت کې يوې غونډې ته ویلي، افغانستان ته د ولسمشر بایډن له لوري د میلیاردونو ډالرو استول د منلو نه دي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن چې په واک کې یې پاتې کېدو ته یوه اوونۍ پاتې ده، تورن کړی چې په افغانستان کې یې د امریکا له ۵۰ تر ۶۰ ټرېلیون ډالرو په ارزښت شتمني په اوبو لاهو کړې.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: « حتی دا د باور وړ هم نه ده څوک چې میلیاردونه ډالر، میلیونونه ډالر نه بلکې میلیاردونه ډالر په افغانستان کې طالبانو ته ورکوي او دغه ډالر بایډن ورکوي. دا هغه سړی دی چې له ۵۰ تر ۶۰ ټرېلیون په ارزښت د امریکا شتمني چې ارزښتمنې شتمنۍ حسابېږي، له موږ یې واخیستې. موږ اجازه نه شو ورکولی چې بیا دا سې څه وشي.»

د ډونالډ ټرمپ له دې څرګندونو سره په یوه وخت، د دې هېواد د استازو په جرګه کې جمهوريپال استازي ټیم بورچټ هم په یو لیک کې له ټرمپ غوښتنه وکړه چې د امریکا مخالفینو ته د پیسو لېږد ودروي.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکي د امریکا راتلونکي حکومت چارواکو له لوري له سرپرست حکومت سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ردوي او دغه ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وايي، امریکا له افغانستان سره د مرستو په ځای د افغانانو میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې او له امله یې افغانان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د امریکا له لوري له اسلامي امارت سره د میلیاردونو یا میلیونونو ډالرو مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او موږ یې په کلکه ردوو. حقیقت دا دی چې امریکا نه یوازې اسلامي امارت ته یوه روپۍ مرسته نه ده ورکړې بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر شتمني یې غصب او کنګل کړې ده. اسلامي امارت له امریکا څخه د مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې.»

بلخوا، کارپوهان وايي امریکا چې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ له افغانانو سره کومې بشري مرستې کوي، تر ډېره د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له لارې خلکو ته وېشل کېږي.

کارپوهان له دې اندېښنه لري چې د امریکا له لوري د یادو مرستو بندول به د آزاد بازار په پېر او پلور کې منفي اغېز ولري او د خلکو اقتصادي وضعیت به ورسره اغېزمن شي.  

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « که چېرې د ټرمپ له خوا دا پیسې بندېږي، ماته ښکاري چې دا به په لویه کې په پولي پالیسیو، د پیسو په سیاستونو او دغه راز اقتصادي برخه کې ډېرې ناوړه او ژورې اغېزې ولري. له دې سره به زموږ سوداګري کمزورې او د پېر او پلور بحث به ورسره راکم شي.»

د سياسي چارو شنونکی عزيز معارج وايي: « د امریکا له خوا هره اوونۍ ۴۰ میلیون ډالره او نورې مرستې په واضېح او مشکوک ډول راتللې، یا اسلامي امارت ته یا هم له ملت سره د مرستو په نوم یا هم موسساتو ته. دا مرستې چې په هره بڼه وې، نن ښاغلی ټرمپ وايي په څو کلونو کې میلیاردونه ډالر افغانستان ته تللي او په دې اړه خواشیني څرګندوي. دی داسې ښيي چې په دې خبر نه و، خو داسې نه ده. په دې مرستو ټول خبر وو، د امریکا کانګرېس هم خبر و.»

همداراز د نړۍ لوی شتمن او د امریکا د راتلونکي حکومت په کابینه کې لوړ پوړي چارواکي اېلان ماسک هم د پوښتنې په ډول افغانستان ته د امریکا د مرستو استولو موضوع مطرح کړې او ویلي يې دي، آیا رښتیا هم د امریکایانو د مالیاتو پیسې افغانستان ته استول کېږي؟

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، داسې مهال له افغانستان سره د مرستو پر بندولو ټینګار لري چې د ملګرو ملتونو اړوند بشري او روغتیايي سازمانونو ویلي، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۱۵ میلیونه نور جدي بشري مرستو ته اړمن یاد شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist