د ایران بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د هلمند سیند په اوبو کې د خپلې حق آبې غوښتنه کړې او له سرپرست حکومت یې غوښتي چې په دې برخه کې د۱۳۵۱ هجري لمریز کال تړون، نړیوالو او عرفي حقونو ته ژمن پاتې شي.
د ایراني چارواکو په خبره، د دې حقوقي مسالې د حل په موخه یې په کراتو د افغانستان له حکومتونو سره خبرې کړې دي.
دوی په هرات کې د پاشدان او سلما بندونو جوړېدو ته په اشارې ویلي، د اوبو له منابعو ګټه اخیستنه باید داسې ډول ونه شي چې د ایران حقه او عرفي حقونو او چاپېریال ته زیان ورسوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي: « دا هغه موضوع ده چې موږ په خپلو کارونو کې لومړیتوب ورکوو او تل مو ویلي، له افغانستان چې کومې اوبه د زرګونو یا میلیونونو کلونو راهیسې ایران ته بهېږي، نو د دې لپاره په ځينو مواردو کې ځانګړي اسناد لرو او پر یو شمېر نور مسایلو کې د نړیوالو عرفي حقونو حقدار یو او همدارنګه د ګاونډيتوب له مخې هم باید دغو اصولو ته پام وشي.»
څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د ایران د اوبو مدیریت ادارې د پاشدان او سلما اوبو بندونو جوړولو په غبرګون کې ویلي و چې له دې سره به د طبیعي اوبو جریان کم شي او په مشهد کې به کرنيزو ځمکو ته جدي ګواښ پېښ کړي.
د ایراني چارواکو د دغو اندېښنو په اړه مو د بهرنیو چارو، اوبو او انرژۍ وزارتونو له مسوولینو سره مکررې اړیکې وکړې، خو ځواب یې رانه کړ.
له دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو کابل کې د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې ګاونډي هېوادونه دې د اوبو په تړاو هر ډول اندېښنې له سرپرست حکومت سره شریکې کړي، ترڅو معقول ځواب تر لاسه کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده وايي: « موږ چې کوم بندونه جوړوو، د دې لپاره یې نه جوړوو چې خپلو ګاونډیانو ته ستونزې جوړې کړو یا یې له خپلو حقونو بې برخې کړو. موږ ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې موږ به د خپلو اوبو مدیریت په داسې شکل کوو چې نه د دوی حقوق تلف شي او نه هم زموږ حقوق. موږ زیاتې داسې سیمې لرو چې خپل هېوادوال مو کډه کولو ته اړ شوي، ځکه چې هلته د اوبو مدیریت نه دی شوی. موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو یوه احترامانه غوښتنه لرو. غوښتنه مو دا ده چې په میډیا کې د خپلو اندېښنو بیانولو پر ځای، له موږ سره مخامخ اړیکه ونیسي، ترڅو موږ د دوی حقه حقونه وروسپارو.»
د اوبو مديريت برخې متخصصین وايي، سرپرست حکومت دې د اوبو مدیریت لپاره داسې مکانېزم رامنځته کړي چې حقونه په کې رعایت شي او خپل حقه حقونه په بشپړ ډول په کې خوندي کړي.
د اوبو د تنظيم متخصص صفيالله عزیزي وايي: « د اوبو مهارول زموږ عزت دی، همدا اوبه دي چې موږ ته یې هر شی راکړي او موږ حق لرو چې خپلې اوبه زېرمه کړو. که چېرې ایران د اضافي حق آبې غوښتنه کوي، باید بیه یې پرې کړي. په نړیوال بازار کې د هر مترمکعب اوبو بیه ۷ ډالره ښودل شوې او ایران هم باید دا بیه پرې کړي. که دوی پيسې نه ورکوي، باید په بدل کې یې موږ ته تېل راکړل شي.»
له هلمند سیند ایران ته د حق آبې ورکړې تړون په ۱۳۵۱ ل کال کې د افغانستان د وخت صدراعظم موسی شفیق او د ایران د وخت صدراعظم امیرعباس هویدا ترمنځ لاسلیک شوی چې افغانستان به د کال ۸۲۰ ميليونه مترمکعب اوبه ایران ته ورکوي، خو په تړون کې ایران ته د بهېدونکو اوبو پر سر د بندونو نه جوړولو پر سر هېڅ ډول رسمي سند وجود نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو له امله د هلمند په سیند کې د اوبو کچه کمه شوې چې له امله یې د ایران ټاکل شوې حق آبه نه شي پوره کېدای.