د روسیې دولتي رسنیو راپور وکړی، چې ټاکل شوې، نن چهارشنبه د (۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۵ مه) د دې هېواد ولسمشر ولادیمیرپوتین په سنټ پیټرزبورګ کې د یوې غونډې پرمهال چې د ګډو ګتو خپلواکو هېوادونو مشران هم په کې راټولېږي، د افغانستان په ګډون د سیمې پر یو شمېر مسایلو خبرې وکړي.
دغه ناسته به د دوو ورځو لپاره دوام ولري او د یادو هېوادونو مشران به پر ګډو اقتصادي، نظامي او فرهنګي همکاریو خبرې وکړي.
د روسي رسنیو راپور یوه برخه:« مشران ښايي په سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور، بشري مرستو او مهمو پوځي او تخنیکي برخو کې پرهمکاریو بحث ولري. د بحث ځانګړی پام به یې د افغانستان په ګډون د سیمې پر مسایلو ورټول وي.»
د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو مشران د ګډو همکاریو لپاره له یادې ناستې وړاندې د ډسمبر پر ۲۵ هم ګډه ناسته لري چې د کتنې موخه یې په راتلونکي کې د سوداګرۍ پیاوړتیا او پر نړیوالو موضوعاتو بحث ښودل شوی.
په ورته مهال، د سیاسي چارو کارپوهان په سیمه کې له روسیې سره د افغانستان مثبت تعامل مهم ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو رامنځته کولو لپاره دې سیاسي پالیسي پر محدودو هېوادونو کې چې له لوېدیځ سره پر تقابل کې واقع دي، منزوي نه ساتي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « روسیه د افغانستان له اوسني بېطرفه سیاست په خوښۍ، له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکې ده. روسیه چې په عمل کې له ناټو سره د اوکراین په خاوره کې په ګرمه جګړه او په نوره نړۍ کې په ستراتیژيکه جګړه بوخته ده، نه غواړي چې د منځنۍ آسیا هېوادونه چې د روسیې متحد او ملګري هېوادونه دي، د افغانستان له جغرافیا په امنیتي او سیاسي لحاظ وننګول شي.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د پوتین دغه پرېکړه چې د افغانستان په تړاو ځینې مسایل مطرح کوي او تر ټولو مهمه دا چې روسان غواړي د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپېژني او خپلې اړیکې ورسره ژورې کړي، د سیمې په امنیت او اقتصاد کې ورسره رغنده کردار ولوبوي، دغسې هلې ځلې کولی شي نورو هېوادونو ته هم مثبت پيغام ولري او په لویه کې د افغانستان اوسنۍ کشالې ته د حل لاره پيدا کړي.»
د ګډو ګټو هېوادونو مشران د یوریشیا اقتصادي تړون په ناسته کې چې د ډسمبر په ۲۶ به پېل شي، ازبېکستان، کیوبا او ایران ته هم د څارونکو هېوادونو په توګه د برخې اخیستلو چانس ورکړی.
د یادونې وړه ده چې مشترک المنافع سازمان د روسیې، قرغیزستان، رومانیا، مالدیف، تاجیکستان او قزاقستان په ګډون ۱۱ دایمي غړي لري.