Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې له نشه ‌يي توکو رغېدلو کسانو ته  د حرفوي او مسلکي زده کړو پروګرام پيل شو

کابل کې له نشه ‌يي توکو رغېدلو کسانو ته  د حرفوي او مسلکي زده کړو پروګرام پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/23

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل د څرخي پله د حرفوي او مسلکي زده کړو مرکز ته په نشه يي توکو له اعتیاد ۵۰۰ تنه رغېدلي کسان جذب کړل.

 دغه وزارت چارواکي وايي، د زده کړو په څلورمه دوره کې به ياد شمېر کسان د شپږو میاشتو په موده کې د خیاطۍ، برېښنا غوځونې، د کور وسایلو د ترمیم او یو شمېر نورو برخو لپاره وروزل شي.

دوی زیاتوي، په تېرو درېیو کلونو کې له اعتیاد رغېدلو۴ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معين مولوي ذاهد حنفي وايي: « لکه نن چې د ۵۰۰ تنو هغو معتادانو چې درملنه یې شوې او اوس یې موږ د حرفې او زده کړو لپاره، د کار او کسب لپاره خپله افتتاحیه غونډه راغوښتې او دوی ته دغه افتتاحیه کوو. همدارنګه به موږ انشاالله په نورو ولایتونو او د افغانستان په نورو زونونو کې کوو.»

چارواکي وايي،  په هېواد کې تر ۵۰ ډېر یتیم خونې شته چې ډېری هغه یې خصوصي دي او شاوخوا ۸ زره ماشومان په کې روزل کېږي.

د دوی په خبره، سرپرست حکومت هوډ لري چې په ټول هېواد کې پر نشه ‌يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې ترڅنګ ورته د حرفوي زده کړو زمينه هم برابره کړي.

د کار او ټولنېزو چارو وزارت ویاند سیمع الله ابراهیمي وايي: « هغه کسان چې له دې مخکې د فني او حرفوي زده کړو ځانګړي دغه له اعتیاد څخه رغېدلي ځوانان تقریبا ً څلور زره په شاوخوا کې هېوادوال چې د کابل، کندهار، هرات، پکتیا او پکتیکا د فني او حرفوي زده کړو له مرکزونو فارغ شوې دي او اوس عملا ً د کار په بازار کې د کار څښتنان دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معين په دې اړه وايي: «موږ دا هوډ لرو چې همدا ډول مرکزونه لکه څنګه چې دلته د امېد کمپ دی، په هر زون کې خلاص کړو. هغه که پکتیا ده، که ننګرهار دی، که کندهار دی، که مزارشریف دی او که هرات دی، انشاالله د دوی لپاره به دغه مرکزونه خلاص کړو.»

د فني او حرفوي زده کړو ګډونوال چې تازه له اعتياد رغېدلي وایي، د حرفوي زده کړو فرصت له ترلاسه کولو وړاندې په همدې مرکز کې يې د څلورو میاشتو لپاره له اعتياده د رغېدنې درملنه هم شوې.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې تر روزنې وروسته دې ورته د کار کولو زمینه هم برابره کړي.

د حرفوي زده کړو یو تن ګډونوال محمد الهام وايي: « نږدې ۹ کاله کېږي چې په دې عمل اخته شوی یم، علت یې بېکاري او بدبختي ده چې په دې عمل اخته شوم. شاوخوا درې میاشتې کېږي چې دلته یم او د خیاطۍ برخه مې ځان ته انتخاب کړې او ډېر خوشاله یم چې ورغېدم.»

د حرفوي زده کړو یو بل ګډونوال احمد وارث وايي: « ۱۱کاله مې ښوونځی لوستی او سواد لرم. اوس غواړم یو کسب زده کړم. دلته د ودانیو د برېښنا غځونې په برخه کې یم او غواړم برېښنا غځول زده کړم. زه اوس له اعتیاد رغېدلی یم او په هرڅه پوهېږم.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې د حرفوي او مسلکي زده کړو۵۲ روزنیز مرکزونه شته چې په کې له نارینه وو سربېره ښځې هم حرفوي او مسلکي زده کړې ترلاسه کوي.

 په دغو مرکزونو کې هر کال د ښځو په ګډون ۲۰ زره کسانو ته مسلکي او حرفوي زده کړې ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist