۴۵ کلن ګل جان چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټیو کې کار کوي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوی ترڅو د ورځنیو اړتیا پوره کولو په موخه په خپلو ماشومانو هم کار وکړي.
هغه هر سهار له خپلې اوه کلنې لور زینب او دوه نورو زامنو سره له کوره راوځي او تر ماښامه د خښتو په بټیو کې کار کوي ترڅو هغه اندازه پیسې چې، د بټۍ له مالک نه يې قرض کړي بېرته يې ورپوره کړي.
ګل جان وايي:« بېوزلي مو ده، نور عاید نه لرو. دا ۱۰ یا ۱۵ کاله کېږي، چې په دې بټۍ کې خښتې اچوو، پوروړی یم. ماشومان مې په دې مصروف کړې، چې نور کار نشته دی، اړ دي چې دوی له ما سره خښتې اچوي. دلته نږدې ښوونځی نشته.»
د ګل جان په خبره، د ده په شان سلګونه نورې کورنۍ هم شته چې د اقتصادي ستونزو له امله په خپلو ماشومانو کار کوي.
هغه له سرپرست حکومته د مرستې او بچيانو ته يې د تعلیمي برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.
ګل جان زیاتوي:« په دې بټۍ کې په زرګونه ماشومان لګیا دي، ټول همدا شان غریب او بېچاره دي. وس یې نشته دی چې په ښوونځي کې یې شامل کړې. په دې یخ کې ترماښامه له ما سره خښتې اچوي. له دولته مو هېله دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي. په زرګونه کسان په دې بټۍ کې لګیا یو، له سهاره تر ماښامه خښتې اچوو.»
له ګل جان سره په کار بوخته وړه زینب وايي، زده کړې يې ارمان دی او غواړي راتلونکې کې د ټولنې خدمتګاره جوړه شي.
خو په خبره یې د پلار نیستۍ اړه کړې چې کار وکړي.
پر درنو کارونو بوخته ماشومه زینب وايي:« غواړم مکتب ووایم، زه سهار له پلار سره راوځم او کار کوم او بیا ماښام ځو. غریبي ده، په همدې بټۍ کې پراته یو. له پلار سره مې کار کوم.»
د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین که څه هم په دې اړه ویډیويي یا غږیزې مرکې ته حاضر نه شول، خو هغه ارقام او کړنې چې د ماشومانو د ژوند ښه کېدو برخه کې یې ترسره کړي له موږ سره شریک کړل.
د دغه ریاست د مسوولینو مالوماتو پر اساس، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ او تورخم ښارګوټي کې ۷۶۹۳ تنه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.