Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: د حکومت څرنګوالي په تړاو د هېوادونو څرګندونې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

فطرت: هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/22

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت ویلي، د دوحې هوکړه کې شویو ژمنو ته  ژمن پاتې شوې او په دغه تړون کې داسې څه نه شته چې په افغانستان کې نورو هېوادونو ته د مداخلې لاره برابره کړي.

د فطرت په خبره، وروستي بدلونونه د شریعت پر بنسټ رامنځته شوې او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنه ونه کړي.

فطرت زیاتوي: « اسلامي امارت چې د دوحې په تړون کې کوم تعهداد درلودل، هغه ډېر واضېح دي او ټولو ته ژمن پاتې دی. په دې تعهداتو کې داسې څه نه وو چې نورو ته زموږ په داخلي چارو کې د مداخلې لاره پيدا شي. وروستي تغییرات چې راغلي، دا د اسلامي شریعت د احکامو پر اساس دي. د دې اسلامي نظام لپاره افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې دي او نور هېوادونه باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « زموږ په هوايي حریم او فضا باندې د دوی ډرون الوتکې ګرځې او اوس هم ګرځي. مطلب دا چې د دوی له خوا هم تخطي شوې ده. زه فکر کوم دا یو طرفه معامله نه ده بلکې دوطرفه ده. که ریښتیا هم دواړه خواوې موافقت نامې ته ژمن وي، نو باید دواړه یې عملي کړي. زه هیله لرم چې زموږ په یو شمېر کورنیو چارو کې باید نړیوال مداخلې ونه کړي.»

په ټوله کې د کارپوهانو باور دا دی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېوادونه حق نه لري چې د حکومت د څرنګوالي او یاهم د نورو مسایلو په تړاو افغانستان ته نسخې وړاندې کړي او مداخلې ولري.

دوی زیاتوي، د افغانستان داخلي موضوعات افغانانو پورې اړه لري او نور باید په کې مداخلې حق ځان ته ورنه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاشم الکوزی وايي: «موږ پر خارجیانو دا غږ کوو چې زموږ په داخلي چارو کې مداخله مه کوئ. د افغانستان ولس او خلک دا حق لري چې خپل ځانته هر ډول نظام چې افغانان جوړوي، افغانان یې غواړي، باید په خپله خوښه نظام جوړ کړي. که چېرې په دې نظام کې نیمګړتیاوې وي، دا هم د افغانانو حق دی چې د خپل نظام مسوولینو ته ووایي چې خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي. باید د افغانستان د خلکو په خوښه حکومت جوړ شي. بیا هم له شرق او غرب بهرنیانو غواړم چې زموږ په چارو کې مداخله ونه کړي او افغانانو ته اجازه وکړي چې خپل هېواد او نظام په خپله جوړ کړي.»

خو ځینې نور بیا وايي، یوازینۍ لاره چې کولی شي په افغانستان کې د بهرنیو د مداخلې مخه ونیسي، د نړۍ او افغان ولس مشروع غوښتنو منل دي چې د نجونو زده کړې او د ښځو کار یې یوه برخه ده.

د دوی په خبره، که کابل په دې برخې له سره غور وکړي او د افغانانو دغه غوښتنې چې نړۍ یې هم ترې لري، ومني د هېوادونو مداخلو او پلمو ته هېڅ ډول ځای نه پاتې کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « په تېرو درې نیمو کالو کې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندلو له امله ټوله نړۍ او ټول افغانان غږ کوي، خو دوی دغه دروازې نه خلاصوي. دوی باید هغه مشروع غوښتنې ترسره کړي چې نړیوال یې غواړي، بیا به نړۍ هم ستا په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.»

شنونکي په دې باور دي چې لازمه ده د اساسي قانوني په رامنځته کولوسره حکومت له سرپرستۍ حالته وایستل شي او د قانون په رڼا کې دایمي حکومت رامنځته او د ولسي باور ترلاسه کولو لپاره کار پیل شي.

 د دوی په باور، له دې سره به افغانستان له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا را ووځي او د هېوادونو د مداخلو مخه به هم ونیول شي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist