بدخشان، غور، دایکندي او بامیان هغه ولایتونه دي چې د ژمي پر مهال یې اوسېدونکي د زیاتو ورښتونو او لارو بندېدو له امله خوړو، درملو او سون توکو ته په اسانه لاسرسی نه شي موندلی.
د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو.اېف.پي) د ساړه ژمي پرمهال لرې پرتو سیمو کې اړمنو افغانانو ته د لومړنیو بشري مرستو رسول د خپلو فعالیتونو مهمه برخه بولي او په يوه تازه راپور کې يې ويلي، له شپږ میلیون بېړنیو اړمنو افغانانو څخه یوازې ۱.۵میلیون تنو ته ژمنۍ مرستې چمتو کولی شي.
په راپور کې راغلي، د تېر کال په پرتله نړیوالو بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا وې ۲۵ سلنه کمې شوي، خو د ژمې پر را رسېدو سره دغه کچه بېرته ۳۰ سلنو ته لوړه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام راپور زیاتوي: « اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو چمتو کولو لپاره د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له نومبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر اپرېل پورې ۷۱۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لېدل کېږي. په ټوله کې له ۲۳.۷میلیون اړمنو افغانانو څخه ۱۴.۸میلیون هغه یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې د تېرکال په پرتله ۲۵ سلنه کموالی ښيي.»
کارپوهان وايي، سرپرست حکومت دې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ د بېوزلۍ کمولو او د ساړه ژمي پر مهال په لرې پرتو سیمو کې اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره یو منظم مکانېزم رامنځته کړي.
د چارو شنونکی محمد شاکر یعقوبي وايي: « اړتیا ده چې د افغانستان حکومت له داخلي پلوه یوه مناسب چلند غوره کړي، ترڅو وکولی شي افغانستان ته لا ډېرې بشري مرستې جلب کړي او د ژمي په موسم کې د بېوزله افغانانو درد او ستونزې کمې کړي. که داسې نه شي، زه فکر نه کوم په داخلي کچه داسې امکانات ولرو چې په ژمي کې د خلکو خوراکي او غیر خوراکي اړتیاوې پوره کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: «هم ملګري ملتونه او هم د افغانستان حکومت باید خپل ستراتیژيک زخایر ولري. د لارو بندېدو له امله ښايي خلک له ستونزو سره مخ شي او دغه مرستې کولی شي لږترلږه د انسانانو ژوند وژغوري. د دې ترڅنګ، د افغانستان حکومت مسوولیت لري چې د ستراتیژیکو زېرمو په جوړولو سره د بېړنیو حالاتو پرمهال د خلکو لاسنیوی وکړي. له بلې خوا، د سیاسي ستونزو د هواري لپاره هم باید هڅې وشي، ترڅو افغانستان یو ځل بیا د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیايي مرستو کوربه شي او په دې سره حکومت هم وکولی شي خپل ستراتیژيک اقتصادي پلانونه عملي او خلکو ته د کار او اشتغال زمینه برابره کړي.»
د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې بشري مرستو ته د افغانانو د جدي اړتیا لاملونه د افغانستان کمزوری اقتصادي وضعیت، بېروزګاري، له ایران او پاکستان څخه د سلګونه زرو افغانانو ایستل او یو شمېر نور لاملونه یاد شوي دي.