د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره په ټاپي نل لیکې او یو شمېر نورو پروژ خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هرات ولایت ته تللی او هلته یې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره د ټاپي پروژې له عملي چارو د لیدنې ترڅنګ، د اوسپنې پټلۍ غځونې، تورغنډۍ ښارګوټي کې د اوسپنیزې کرښې د اموالو ګودامونو، د نوري فایبر انتقال او د وېزو د ورکړې او دغه راز د ټرانسپورټي چارو پر اسانتياوو خبرې کړې دي.
تکل په دې اړه وايي: « دواړو لورو هوکړه وکړه چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو او د وېزې ورکړې د بهیر د ساده کولو، اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او عشق آباد کې خپلو ناستو ته ادامه ورکوي.»
په ورته مهال، د اقتصادي او سیاسي چارو شنونکي د ټاپي پروژې بشپړېدل د افغانستان او په یاده پروژه کې د ښکېلو درېیو نورو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « دا پروژه د اقتصاد لپاره ډېره مهمه ده، د سیمې لپاره مهمه ده او په ځانګړې توګه د بېوزلۍ، فقر او بېکارۍ له منځه وړلو په برخه کې به ډېر مثبت رول اداء کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « دا پروژه کولی شي په اوسنیو شرایطو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په بیا رغونه کې د پام وړ رول ولري.»
ځينې نور بیا له سرپرست حکومته د دې پروژې د ا منیت ټینګښت او دغه راز په افغان خاوره کې د یادې سترې پروژې د عملي چارو پر چټکتیا ټینګار لري.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « د ټاپي په بشپړېدو سره په سیمه کې نور هم سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات ډېریږي او همدا ډول په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونه افغانانو ته د کار زمینه هم برابرېږي.»
ټاپي د ګازو لېږدونې پروژه ده چې ټولیز اوږدوالی یې ۱ زر۸۱۴ کیلومټره دی او له ترکمنستان پيل، د افغانستان له لارې پاکستان او له هغه ځایه هندوستان ته غځېږي.
سربیره پر دې چې په دغه پروژه کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول زرګونه افغانانو ته د کار زمینه برابریږي، افغانستان ته به یاد هېوادونه هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره حق العبور هم ورکوي.