Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا اسلامي امارت له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ

امنیت شورا اسلامي امارت له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/14

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې پر ورځ (د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۲۲) ناستې  په څنډه کې ۱۴ هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو او د بشري حقونو په سیستماتیکې سرغړونې تورن کړ.

اعلامیه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو ځنډول، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل، د ښځو نجونو لپاره د طبي موسسو بندول او د سرپرست حکومت له خوا د ښځو پر کار محدوديتونه ياد شوي دي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلنه موده کې تر ۸۰ زیات فرمانونه صادر شوي چې په دې هېواد کې د بشري حقونو د ښکاره نقض څرګندونه کوي.

د اعلامیې یوه برخه:« موږ د دې اعلامیې له لارې له اسلامي امارت غواړو چې د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو، په ځانګړې توګه د بشر حقونو د نړیوالې اعلامیې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼه پریکړه لیک په ګډون د ښځو د حقونو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو پریکړو ته درناوی وکړي.»

ورته مهال، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې خبرداری ورکړی، که سرپرست حکومت د نجونو پر زده کړو بشپړ بندیز ولګوي، دا پرېکړه به نه یوازې د نجونو بلکې د هېواد د نارینه وو لپاره هم ناوړه پایلې ولري.

روزا اتونبایوا زیاته کړې: « په روغتيايي ښوونيزو مرکزونو کې د ښځو د زده کړو بندیز په تړاو وروستی حکم په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو سيستم لا زيات زيانمنولی شي او نه يوازې د ښځو او نجونو بلکې د نارينه وو او هلکانو لپاره هم بدې پایلې لرلی شي.»

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د ټولو اتباعو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

مجاهد یوځل بیا له نړۍ غوښتي چې ورته موضوعات د اسلام له نظره و ارزوي.

هغه زیاته کړې: « بشري حقونه باید له افغاني او اسلامي دید محاسبه شي. اروپايي او امریکايي هېوادونه یا نوره نړۍ د حقونو تعریف د خپل ځانګړي فرهنګ او باور له مخې کوي. هغوی باید افغانستان ته له خپل دید ونه ګوري باید افغانستان ته د افغانستان له دید او اسلامي اصولو له مخې ولیدل شي. دلته د هېچا حق نه دی تلف شوی مګر دا چې وویل شي افغانستان اروپا ده او اروپا کې چې خلک کوم حقونه لري باید افغانستان کې هم ورکړل شي؛ دا نو د افغانستان پر فرهنګ، دود او کلتور یو ډول تېری دی، د افغانستان له اعتقاداتو سره ګستاخي ده او موږ ته د منلو وړ نه ده.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان داخلي ستونزې باید افغانان په خپله حل کړي او پر نړیوالو یې غږ کړی چې اسلامي امارت پر رسمیت وپيژني.

د سیاسي چارو کارپوه  سمیر انګار وايي: « په داخلي کچه یو شمېر ستونزې شته دي خو دا ستونزې باید د یوې کورنۍ جرګې له لارې خپله د افغانانو له خوا حل او فصل شي.  له هغې وروسته باید دېته زمینه برابره شي چې د نړۍ له خوا د رسمیت پېژندلو په اړه بحثونه ولرو.»

د پنجشنبې ورځې په ماښام د امریکا، فرانسې، بریتانیا، جاپان، اکوادور، مالټا، یونان، ډنمارک، پاناما، ګیانا، سیرالیون، سلووینیا، سویس او جنوبي کوریا هېوادونو په افغانستان کې د اسلامي امارت له خوا د بشري حقونو د سرغړونې په اړه یوه ګډه اعلامیه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist