په ونه ټيټه خو هيلي يې لوړې دي. شل کلنه آرزو رسولي هرات کې ماشومانو ته د قرآن کریم زده کړه ورکوي. آرزو په ټولنه کې ورسره له کېدونکي چلن ځورېږي او وايي، د خلکو ځورونې له امله ډېر کله له کوره د باندې نه ځي.
آرزو رسولي وايي: « ځینې کسان ما ډېره ځوروي، په ځانګړې توګه کله چې بازار ته ځم یا د چا کور ته ورځم یا هم کوم محفل او مجلس ته ځم. د ټولنې دید مې ډېره ځوروي.»
آرزو اوس د خلکو د منفي خبرو پروا نه ساتي او له کوره بهر راوتلې. نوموړې تر یوولسم ټولګي زده کړې کړي، خو لویه هیله یې نیمګړې پاتې ده.
هغه غواړي د ښوونځي دوره بشپړه او پوهنتون ته ولاړه شي.
آرزو په دې اړه وايي: « له چارواکو مې غوښتنه دا ده چې زه غواړم خپلو درسونو ته ادامه ورکړم. ما تر یوولسم ټولګي درس ویلی او یو ټولګی مې پاتې دی. له مسوولینو غواړم اجازه راکړي چې زده کړې وکړم او ټولنې ته خدمت وکړم. له ټولنې هم غوښتنه کوم چې پرېږدي موږ معلولین هم د باندې راووځو، وګرځو او هرځای لاړ شو.»
یوازي ارزو نه ده چې د خلکو له ملنډو ځوریږي. ۲۲ کلنه سمیه نبي زداه هم ورته اندېښنه لري. هغې د دري ژبې ادبیات لوستي او اوس مهال د معلولینو د لاسي صنایعو د توليد مرکز کې مديره ده.
نبي زده وايي، ټیټه ونه یې ناتواني ده خو د نورو وګړو په څېر د کار کولو وړتیا لري.
نبي زاده زیاتوي:« د ښوونځي او پوهنتون په لارو ډېره ځورول شوې او حتا وهل شوې یم. خلک راته درناوی نه کوي او ملنډې وهي. موږ غواړو د خلکو سترګې د معلولینو خواته کمې شي، ځکه چې معلولین هم د ټولنې غړي دي؛ سمه ده چې د بدن یو غړی یې کم یا نیمګړی دی، خو نور هرڅه لري.»
خلک مسوولین او دیني عالمان هم ټولنه کې له ځينو کسانو سره توپيري چلن ناسم عمل بولي او د مخنيوي لپاره يې د هڅو ډاډ ورکوي.
دیني عالم فضل الله په دې اړه وايي: «برتري په قد او ونه پورې اړه نه لري بلکې د خدای په نزد برتري په تقوا کې ده. شاید هغه کس چې موږ پرې ملنډې وهو، د خدای په دربار کې له موږ ډېر ښه وي. ملنډې وهل د اسلام د دین له نظره حرام دي، دا لویه ګناه ده او خدای به موږ ته د دې سزا راکوي.»
د فرهنګي چارو کارپوه انورالحق توخی وايي: « دا زموږ د ټولنې فرهنګي کمزورتیا ده. که موږ لوړه فرهنګي آګاهي ولرو، هېڅکله دا کار نه کوو. الله تعالی په قرآنکریم کې هم فرمايي چې تاسو په چا ملنډې مه وهئ او چا ته سپکاوی مه کوئ.»
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر حمید الله غیاثي وايي: « کولی شو د مطبوعاتو له لارې هم په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړو ترڅو هغه کسان چې دا ډول منفي تفکر لري او په نورو کسانو ملنډې وهي، متوجه شي او له خپل دغه بېځایه کار لاس واخلي.»
شنونکي په ټولنه کې د سواد کچې ټیټوالی او د عامه پوهاوي پروګرامونو کمښت د ناوړه دودونو د ترويج له مهمو عواملو بولي.