Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 امریکا او قطر له زده کړو محرومو افغان ماشومانو ملاتړ کوي

 امریکا او قطر له زده کړو محرومو افغان ماشومانو ملاتړ کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/10

د راپورونو له مخې، هر کال په افغانستان کې د بېلابېلو عواملو له مخې زرګونه ماشومان له له لومړنيو زده کړو محروم پاتې کېږي.

دا هغه ستونزه ده چې په اړه یې تل کورنيو او نړيوالو بنسټونو اندېښنه ښودلې.

تازه د امريکا نړیوالې پراختیایي ادارې(یو.اېس.اې.آی.ډي) او د قطر «زده کړه د ټولو لپاره» بنسټ د دوحې فورم د کلنۍ غونډې په څنډه کې د افغانستان د زده کړو پروګرامونو د ملاتړ په موخه د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسليک کړه.

یاده مرسته به له زده کړو پاتې ۱۰۰ زره تنو ماشومانو ته زمینه برابره کړي چې ښوونځیو ته لاړ شي او دغه راز به ۲ زرو نورو زده کوونکو ته تحصیلي بورسونه برابر کړي.

په افغانستان کې د امریکا نړيوالې پراختیايي ادارې ریيس جویل سنډفور وايي: « باکيفيته زده ‌کړو ته د افغانستان ښځو او نجونو د لاسرسي ډاډ، د مانا داره زده کړو ترويج، د زده کوونکو او ښوونکو خوندیتوب او هوساینې ته لومړیتوب،  د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې لپاره مهم دي.»

د اقتصاد وزارت د زده کړو په برخه کې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې او د قطر د مرستو څخه هرکلی کوي او وایي، له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د افغان ماشومانو د تعلیمي مرکزونو رغولو لپاره خپلې مرستې زیاتي کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان اسلامي امارت له هر هغه بنسټ ستاینه او هرکلی کوي چې د افغان ماشومانو زده کړو ته پاملرنه کوي. زموږ له نظره، د افغانستان راتلونکی په ماشومانو او د هغوی په ښوونې روزنې پورې اړه لري.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « قطر او امریکا د ۵۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې او دغه شان که نور هېوادونه هم په دې برخه کې مرسته او د افغانانو لاسنیوی وکړي، دا ډېره مهمه ده.»  

له دې سره هم مهاله، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین د افغانستان لپاره د هالنډ له سفیر او د جرمني سفارت له شارژدافیرې سره د جلا جلا کتنو پرمهال په افغانستان کې پر زده کړو، اقلیمي بدلون اغېزو او بشرپاله مرستو خبرې کړي.

په قطر کې د اسلامي امارت  د سیاسي دفتر رییس  سهېل شاهین وايي: « د نړیوالې ټولنې مسوولیت جوړېږي چې له افغانستان سره مرستې وکړي؛ ترڅو د دې بدلون د منفي اغېزو مخنیوی وکړي یا اقلاً اغېز یې راکم کړي. دوی هم ومنله چې د افغانستان خلک د اقلیم بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دي او ژمنه یې وکړه چې زما غوښتنې به خپلو مشرانو ته ورسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې شپږ ورځ وړاندې سرپرست حکومت روغتیايي انسټېټېوټونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه چې دغې پرېکړې پراخ کورني او نړيوال غبرګونونه را وپارول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist