د بلخ ولایت البرز د خړو غرونه ترمنځ پرته هغه غرنیزه ولسوالي ده، چې د مېشت وګړو په خبره يې د ژوند هره برخه کې له خورا زیاتو ننګونو سره مخ دي.
اوسېدونکي یې وايي، دلته ښوونیز بهیر ته تر دې حده پام نه دی شوی چې آن د ولسوالۍ پر کچه ښوونځیو کې یې هم کوم ښوونکي لوړې زده کړې نه لري.
د دوی په خبره، که څه هم اوس له جګړو او نا امنیو خوندي دي، خو دا هم نه غواړي چې راتلونکی نسل یې نا لوستی را لوی شي.
د البرز ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: «زموږ نسل ټول نالوستي لوی شول، ځکه دلته هېڅ ښوونځی نه و. د اسلامي امارت په راتګ سره د سیمې امنیت ښه شوی. موږ چې کله چېرته ځو یا ډاکټر ته ځو، نو حتا لوحه هم نه شو لوستلی. موږ غواړو دلته ښوونځي جوړ شي او زموږ اولادونه بې سواده لوی نه شي او په دې سره زموږ هېواد هم پرمختګ وکړي.»
د البرز ولسوالۍ یو تن بل اوسېدونکی وايي: «زما عمر له ۵۰ تر ۶۰ کالو دی، ما تر اوسه درس او مکتب نه دی لیدلی او همداسې بې سواد لوی شوی یم. موږ غواړو دلته مکتبونه او کلینیکونه جوړ شي او زموږ اولادونه با سواده شي. نجونې او هلکان دواړه باید ښوونځي ته لاړ شي.»
په ورته مهال، د شته ستونزو هوارولو په موخه له مرکز څخه د ښوونکو د مسلکي توب لپاره پلاوی ټاکل شوی ترڅو شته ستونزې نوټ او مسوولیت لرونکو ارګانونو ته ورسوي.
دغه پلاوی مني چې د ولسوالۍ پر کچه د پوهنې په برخه کې له نورور ستونزو سربېره، هېڅ یوه ښوونځي کې په مسلکي زده کړو سمبال ښوونکي نه شته.
د البرز ولسوالۍ پوهنې آمریت مسلکی غړی عبدالله حقمل وايي: « دلته ۲۰ بابه ښوونځي شته خو ټول تخریب شوي دي، زده کوونکي یې کتابونه نه لري او ښوونکي یې مسلکي نه دي. د دې ښوونځیو ښوونکي یا له دولسم ټولګي فارغ دي یا هم له دیني زده کړو. په ډېرو څانګو کې موږ بېخي ښوونکي نه لرو. موږ چې کومې ستونزې نوټ کړې دي، د کتابونو نه شتون، د ټولګیو نه شتون، د ښوونکو کمښت دی. دلته یو ښوونځی ۱۲ ټولګي او یوازې دوه تنه ښوونکي لري. یو ښوونکی څنګه کولی شي په یوه وخت ۶ ټولګي مخکې یوسي. له همدې امله دلته تر ۱۲ ټولګي فارغان نه لرو، په ټوله ولسوالۍ کې داسې ښوونځی نه شته چې دولسم ټولګی او تر ۱۲ فارغ شوي زده کوونکي ولري.»
په ښوونځیو کې خالي بستونه او د ښوونکو کمښت بیا د دې ولسوالۍ بله جدي ستونزه ده چې ښوونکي تري شکایت لري.
همداراز، ښوونځیو ته د ودانیو نه شتون او تخریب هم پر دغو ننګونو وزیاتوي.
یو تن ښوونکی وايي: « موږ د ښوونځيو په برخه کې ډېرې ستونزې لرو. تر ټولو لویه ستونزه د ښوونکو کمښت دی، موږ د بست کمښت له امله ډېرې ستونزې لرو. موږ په یوه ښوونځي کې شپږ فعال ټولګي او ۲ مسلکي ښوونکي لرو. دا ډېره ستونزمنه ده چې دوه تنه ښوونکي شپږو ټولګیو ته رسېدنه وکړي.»
له دې ټولو سربېره، ځایي چارواکي شته ستونزي مني او وایي، پر حل یې کار روان دی او ژر به د مسلکي ښوونکو ګومارنه په پلان کې ونیول شي.
د البرز ولسوالۍ د پوهنې آمر موسی جان زاهد وايي: « زموږ په ټولو ښوونځیو کې له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده کوونکي په یوه ټولګي کې کېنول کېږي او یو ښوونکی درس ورته وايي. د څلورم، پنځم او شپږم ټولګیو زده کوونکو ته بل ښوونکی درس وايي. موږ داسې ښوونځی نه لرو چې یوه ټولګي ته یو ښوونکی درس ووايي. دغه ستونزې د ښوونکو د کمښت له امله دي. موږ دوه او دری ټولګي سره یوځای کوو او بیا یو ښوونکی ور استوو.»
د بلخ ولایت د پوهنې ریاست ویاند نقیب الله بلوڅ وايي: « د خالي بستونو په اړه باید ووایم چې د پوهنې وزارت، بلخ ولایت او اداري اصلاحاتو کمیسیون د استازو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې. دغه کمېټه ټول بستونه راټولوي او بیا د تشو بستونو د آزادې سیالۍ له لارې ازموینه اخیستل کېږي او په شرایطو پوره کسان ګومارل کېږي. ډېره هڅه کېږي چې دغه ستونزې هوارې شي او هر کال له ۲۰ تر ۲۵ بابه ښوونځیو هم د ترمیم په لېست کې نیول کېږي.»
د بلخ البرز ولسوالۍ له مرکز مزار شریف ښار ۸۵ کلیومټره لرې پرته ده. دغه ولسوالي ۱۵۰ کلي لري چې په کې څه باندې ۸۰ زره تنه وګړي ژوند کوي.