د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیرې د دې هېواد د پارلمان په یوه کمېټه کې له ناټو غړیو هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د جرمني پوځي حضور ستایلی.
انګېلا میرکل ویلي، ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د ناټو غړیو هېوادونو د ځواکونو تلل د ترهګرۍ د ګواښونو پر وړاندې مبارزه وه، ترڅو د ترهګریزو بریدونو د احتمالي پلان مخنیوی وکړي.
د مېرکل په خبره، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د یوه قانوني حاکمیت، بشري حقونو او دېته ورته نورو مسایلو په تطبیق کې ناکامه شوې ده.
هغې زیاته کړې: « له نړیوالې ټولنې سره یوځای تللی وو او له هغوی سره یو ځای راووتو. که موږ دا کار نه وای کړی، زه په دې ډاډه وم چې راتلونکې پایلې به یې د سپټمبر له ۱۱ سختې وې.»
مېرکل د افغانستان له پخوانیو امنیتي ځواکونو سره د ناټو پر وخت نه همکاري او د اسلامي امارت پر وړاندې په جګړه کې د هغوی د کمزورتیاوو ملاتړ نه لرل، د پخواني حکومت د پرځېدا لاملونه ګڼلي.
بله خوا، د سیاسي چارو کارپوهان په ۲۰۰۱ زېږدیز کال افغانستان ته د امریکا پر مشرۍ د ناټو غړیو هېوادونو پوځي ماموريت یوه داسې نا پلان شوې طرحه بولي چې پایلو یې د یادو هېوادونو پر ستراتیژیکو اهدافو منفي اغېز لرلی.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « په لومړي سر کې باید ووایم چې افغانستان ته د امریکا راتګ بې پلانه، بې پروګرامه او بې مورده و؛ ځکه دوی چې راغلل بېرته پښېمانه شول. امریکا چې چېرته تللې، لکه سعودي عرب، جاپان یا نور هېوادونه هلته ډېر وخت پاتې شوې، خو د پرسونل تعداد یې کړم کړی. دوی اوس ګوري چې چین او روسیه او د ایران په څېر نور هېوادونه افغانستان ته نږدې شوي او دوی ندامت کوي چې موږ باید نه وای وتلي او یوه څه ځواکونه مو هلته پرې اېښې وای.»
د سیاسي چارو کارپوه زلمی افغانیار وايي: « هر هغه نظامي حضور چې په کې د هېوادونو ملي ګټې مطرح نه وي او د اشغال بڼه ولري، طبعا ً یوه ورځ پای ته رسېږي. هغه وخت چې د مېرکل نظامي ځواکونه په افغانستان کې وو او افغانان یې وژل، هغه مهال یې ولې داسې پیغامونه نه ورکول. کله چې اروپايي ټولنې او امریکا دلته حضور درلود، نهايي موخه یې په حکومتدارۍ کې د خپل سیاسي عمق پلي کول وو. باید شته تقابلاتو ته د خبرو اترو له لارې حل لاره پيدا کړي او له دې زیات د افغانستان پر خلکو ظلم ونه کړي، ځکه چې د سیاسي او اقتصادي فشارونو اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د جرمني د پارلمان یوې کمېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د څرنګوالی څېړنه کوي.
د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیره هم یادې کمېټې ته د همدغو څېړنو په موخه غوښتل شوې وه.