د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي آسیا څانګې ویلي، افغان ښځې او نجونې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د تاوتریخوالي او زور زیاتي له ګڼو ډولونوسره مخ دي او باید ملاتړ یې وشي.
دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه د پیغام په خپرولو سره ویلي، له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، د ښځو پر زده کړو له بندیز نیولې د غږ تر ممنوعیت پورې د ټولو ننګونو پر وړاندې مبارزه کړې او مقاومې درېدلې دي.
په دې پیغام کې د هغه طومار یا غوښتنلیک یادونه هم شوې چې هدف یې د افغان ښځو ملاتړ او د نړیوالې ټولنې لهخوا پر سرپرست حکومت د فشار راوړل دي.
په بیان کې غوښتل شوي چې د افغان ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د پر غوښتنلیک باندې آنلاین لاسیکونه وشي، ترڅو نړیواله ټولنه اړه شي چې د خبرو او پيغامونو پرځای رغنده ګامونه پورته کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د پیغام یوه برخه: « خبرې ظلم او ستم نه شي درولی، بلکې دا قوي اقدامات دي چې مخه یې نیسي. د یوه مکانیزم له مخې د بشري حقونو د ټولو سرغړونو په خاطر باید له سرپرست حکومت پوښتنه وشي او نړیواله ټولنه له هرې ممکنه لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي، ترڅو د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او زور زیاتی پای ته ورسوي.»
په ورته مهال، د بشري حقونو د څار سازمان شمشاد ته ویلي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې په پرله پسې ډول د اسلامي امارت چارواکي هڅولي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته پام وکړي.
د دغه سازمان د ښځې برخې مشرې هېډر بار ویلي، په دې برخه کې لا هم هغه ډول پرمختګونه نه دی شوي چې نړیواله ټولنه یې غوښتنه لري.
بار په دې اړه وايي: « په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان وضعیت خورا پیچلی او سخت دی. دغه وضعیت له تېرو درېیو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول لا سختیږي. نجونې له زده کړو راګرځول شوې او ښځې په کاري چاپیریال کې بیا ونډه نه لري. موږ له طالبانو سره په مکرر ډول خبرې کړې، خو لا یې هم مثبته پایله نه ده ورکړې.»
د بخښنې نړیوال سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د نړیوال کمپاین په لړ کې چې د ۱۶ ورځو لپاره روان دی، دا بیان خپور کړی دی.
د دغه کمپاین پر مهال د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ هم په خپل پيغام کې د سرپرست حکومت هغو زورزیاتیو او تاوتریخوالو یادونه کړې چې په خبره یې د افغانستان خلک او په تېره بیا ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
بېنېټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې نجونې او ښځې په سیسټماتیک ډول له زور زیاتي سره مخ دي.
بېنېټ زیاته کړې: « په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی ژورې رېښې لري او دغه کار د اسلامي امارت د سیسټماټیک جنسیتي ظلم او تبعیض له امله لا پسې زیات شوی او په دې وروستیو کې یې د یوه داسې څه په نوم چې د اخلاقیاتو قانون یا امرباالمعروف یادېږي، رسمیت پیدا کړی. دا محدودیتونه د ښځو او نجونو د ژوند نږدې ټول اړخونه کنټرولوي. د دوی حرکت، لباس، کار او همدارنګه له شپږم ټولګي پورته زده کړې او له ورزش ممنوعیت.»
د سرپرست حکومت چارواکي بیا د بښنې نړیوال سازمان تازه راپور یوه کلیشه یي موضوع بولي او وایي، دا موضوعات نور په غبرګون نه ارزي، خو په تېر کې د سرپرست حکومت چارواکو بیا په ځلونو ویلي و چې په افغانستان کې یې ټولو ښځو او نجونو ته د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.
د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو یو وار بیا د نړیوالو بشري سازمانونو پام ور جلب کړی دی.
تېره پنجشنبه د نومبر ۲۸مه چیلي، کوسټاریکا، هسپانیې، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه د شرایطو خرابېدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضعیت ته په کتو، نړیوالې جزايي محکمې ته راجع کړه.