Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته د ایران صادراتو زیاتېدل؛ تېره میاشت د ۲۴۹ میلیونه ډالرو په  ارزښت صادرات شوي

افغانستان ته د ایران صادراتو زیاتېدل؛ تېره میاشت د ۲۴۹ میلیونه ډالرو په  ارزښت صادرات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/02

تهران ټایمز ورځپاڼې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ خونې د د شمېرو له مخې راپور ورکړی چې دې هېواد په تېره یوه میاشت کې افغانستان ته د ۲۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت غیر نفتي توکي صادر کړي.

ورځپانې د یادې ادارې د نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا کمېټې د ویاند له قوله لیکلي، دغه شمېرې د روان زېږدیز کال د مارچ له ۲۰مې د اوکټوبر تر۲۱مې پورې اوو میاشتو کې ۱.۳ میلیارده ډالره دی چې له دې درکه افغانستان له ایران پنځم ستر واردوونکی هېواد بللی شوی.

له ایرانه افغانستان ته په واردو شویو غیر نفتي توکو کې اوړه، غوړي، هګۍ، د چرګ غوښه، درمل، طبي تجیزات او ساختماني توکي شامل دي.

تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور یوه برخه:« ایران د روان کال د سپټمبر له ۲۲مې د اوکتوبر تر ۲۱مې پورې د ۲۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته غیر نفتي توکي صادر کړي. دغه رقم بیا په تېرو اوو میاشتو کې ۱.۳ میلیارده ډالرو ته رسېده.»

دې ورځپاڼې په تېره اګست میاشت کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او کابل ته د راغلي ایراني پلاوي ګډې ناستې ته په اشارې ویلي، ملا عبدالغني برادر اخوند په دې ناسته کې له ایراني لوري د کانونو، لمریزې برېښنا او ریل ‌لارو جوړولو په برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې وه.

خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تېرو اوو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې دوه میلیارده ډالر ښيي چې له ډلې یې یوازې ۳۰ میلیونه صادرات او پاتې واردات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان تجارت د ۱۴۰۳ کال د ۷ میاشتو په اوږدو کې ۱ میلیارد، ۸۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت و چې له دې ډلې ۳۰ میلیونه ډالره صادرات او ۱ میلیارد او ۷۹۷ میلیونه ډالره یې واردات دي. په صادراتي توکو کې معدني ډبرې، کشمش، سرب، څښاک توکي او کونځلې شامل دي. په وارداتي توکو کې نفتي توکي، د کارخونو خام مواد، اوبلن ګاز او سیمنټ شامل دي.»

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له ایرانه د وارداتو په کچه کې د زیاتوالي یو لوی لامل له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې بدلون، د مصرف ډېروالی او د تولید کمښت بولي.

دغه خونه د صادراتو او وارداتو ترمنځ د بیلانس رامنځته کولو لپاره د سرپرست حکومت له خوا د برېښنا، اوسپنې پټلۍ او کانونو په څېر پر بنسټیزو پروژو پانګونه او پر کورنیو تولیداتو تمرکز ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌ جان الکوزی وايي: « اساسي کار دا دی چې دلته باید زېربناوې جوړې شي، تر هغو چې زېربنا جوړه نه شي، برېښنا، ټرانسپورټ، د اوسپنې پټلۍ، د کانونو میخانیکي نه بلکې علمي استخراج او همدلته پروسېس او بیا یې پاخه مواد خرڅول ونه لرو، زموږ وضعیت نه ښه کېږي.»  

ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي صادرات د هېوادونو له تولیداتو سره تړلې مساله بولي او وايي، صادرات د یوه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ کچې ښکارندویي کوي.

د دوی په باور، د صادراتو د کچې لوړولو لپاره پکار ده چې افغانستان له مصرفي هېواد په تولیدي هغه بدل شي.

د پوهنتون استاد سید مسعود په دې اړه وايي: « صادرات د تولید یوه برخه څرګندوي. یانې هر څومره چې ستاسو د تولید کچه لوړه شي، هرڅومره چې ستاسو داخلي احتیاجات مرفوع شي یا تر یوې اندازې پورې مشبوع شي، د اقتصادي سکټور حرکت فوق العاده زیاتېږي. صادرات او واردات ډېر جالب څیزونه هم دي؛ دوی په حقیقت کې د خارجي پیسو کموونکي یا زیاتوونکي دي. په ډېرو برخو کې د یوه هېواد پولي زېرمې د صادراتو له لارې تقویه کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې همدا وړمه ورځ د احصایې او مالوماتو ملي ادارې له رسنیو سره د هېواد د تېرو شپږو میاشتو د صادراتو او وارداتو تازه شمېرې شریکې کړې.

 د دغو شمېرو له مخې، د روان کال په تېرو دوو ربعو کې د افغانستان د ورداتو کچه د صادراتو په پرتله څه باندې څلور میلیارد ډالره زیاتوالی ښيي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist