پر افغان ښځو د لګول شويو محدوديتونو د لرې کېدو او پر وړاندې یې د غبرګونو په دوام دا ځل د ملګروملتونو سترې کميشنرۍ، دغه محدويتونه په ښځو او نجونو کې د رواني ناروغۍ د زياتوالۍ اصلي لامل بولي.
د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ ویانده وایي، د افغانستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې څه باندې ۶۰ میلیون ښځې له خپلو سیمو په جبري ډول بې ځایه شوې او د تاوتریخوالي له لوړې کچې سره مخ دي.
شابیا مانټود اسلامي امارت پر پاليسو نېوکه کړې او ويلي یې دي، د سرپرست حکومت له لورې د لګول شویو محدویتونو له امله افغانې ښځې په بد وضعیت کې ژوند کوي.
مانټو زیاته کړې:« په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه ، بې کچه کورنی تاوتریخوالی او په ټوله کې ناوړه اقتصادي وضعیت چې د ښځو پر سلامتیا بدې اغېزې لري. د ملګرو ملتونو ادارو هم د دې راپور ورکړ ی دی.»
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د عامه اړیکو مشر له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت ویلي، د نورو همکارانو پر ملاتړ د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د یوه پروګرام پر جوړولو کار پیل کړی دی.
د ماریو کریفو په خبره، واشنګټن د زد کړو او کار حق ته د افغان ښځو د لاسرسي ملاتړ ته ژمن دی.
هغه زیاته کړې:« افغانې ښځې د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره امنیت او فرصتونه غواړي، په افغانستان کې د امریکا ماموریت د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو ملاتړ کوي. هو! ویلی شم د امریکا ماموریت په پام کې لري چې د زدکړو، کارموندنې او مدني او سیاسي حقونو په ګډون بنسټیزو حقونو ته د افغان ښځو لاسرسی زیات کړي.»
دې ته په پام د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر ویلي، افغانې ښځې د خپلو حقونو له بې درېغه ځوړ سره مخ دي.
ولکر تورک ویډیو پیغام کې ويلي، دمګړۍ افغانې ښځې د ګرځېدلو او بیان ازادي حق نه لري او سرپرست حکومت بايد پر افغان ښځو لګول شوي محدویتونه لرې کړي.
هغه زیاته کړې:« موږ په تېرو درېیو کلونو کې ولیدل چې د افغان ښځو پر وړاندې سرپرست حکومت د بشري حقونو په برخه کې پراخې سرغړونې کړې، فرمانونو او سیمه ییز اقداماتو یې د تعلیم او کار حقونه محدود کړي او د تګ راتګ، سوله ییزو غونډو او د بیان د آزادۍ په برخو کې د دوی حقونه یې ختم کړي دي.»
خو د اسلامي امارت وياندد ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ښځو او نجونو تول شرعي حقونه تامين بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې سولې سازمان په یوه راپور کې د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل له لارې په افغانستان کې د جنسي تبعيض د عادي کېدو مخه ونیسي.
خو د اسلامي امارت چارواکو په کراتو ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په بشپړه توګه خوندي دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.