Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: د بخش آباد اوبو بند رغنیزې چارې۷۰ بشپړې شوې

چارواکي: د بخش آباد اوبو بند رغنیزې چارې۷۰ بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/23

د فراه ولایت ځایي مسوولین وايي، د دې ولایت د بخش آباد اوبو بند رغنیزې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه په دوو جلا کاري شیفټونو کې ادامه لري.

 دوی زیاتوي، د فراه ولایت اوسېدونکو لپاره د دې بند اهمیت ته په کتو، په پلان کې ده چې د رغولو چارې نورې کړندۍ او چټکې شي.

د فراه والي غوث الدین رهبر وايي: « موږ د کارونو په اړه ډاډ ورکوو او دری واړه مسوولین د دې لپاره راغلي یو چې کارونه له نږدې وګورو. بیا هم ژمنه کوو چې دغه کارونه په کومو ادارو پورې اړوند وي، د چټکوالي او بشپړولو په اړه یې انشاالله کوشش کوو چې هغه ادارې په جریان کې واچوو. د پاتې څو  سلنه کارونو په اړه هم هڅه کوو هرڅومره ژر چې کېږي، دا کارونه هم بشپړ شي.» 

د فراه ‌رود سیندیزې حوزې د مسوولینو په خبره، هرو لسو ورځو کې د یاد بند د چارو له کیفیت څارنه کوي او په کوردننه د امکاناتو د کمښت له امله، ځینې اړین تجهیزات له بهر راوړل کېږي.

د فراه  رود سیندیزې حوزې رییس برهان الدین مینه وال وايي: « په تونلونو باندې چې کوم کارونه شروع دي، الحمدالله اوس ښه په چټکۍ روان دي خو دا چې وخت ورته نه دی ټاکل شوی، علت یې دا دی چې کوم مواد دلته کارول کېږي او کوم کار کېږي، ډېر لاس ګیر کارونه دي او دغه راز هغه مواد په افغانستان کې نه لرو چې دلته ترې کار اخیستل کېږي. د موادو انتقالات یو څه وخت نیسي او په سرحدونو کې ځنډېږي. له همدې امله د کار د پای ته رسېدو کره اټکل نه شي کېدای.»

همدارنګه، د دې بند د کیفیت د کنټرول او نظارت مسوولین وايي، له ګول سیخ پرته د پي.سي.سي یا کانکرېټ اچولو او تونلونو بنسټیزې چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د بخش آباد بند د کیفیت او کنټرول مدیر محمد رفیق نوري وايي: « له سیخ پرته کوم کانکرېټ چې دی، دا سل په سلو کې بشپړ شوی، همدارنګه ګاډرونه هم سل په سلو کې بشپړ شوي، وایر مېش تقریبا ً ۷۰ سلنه بشپړ شوی او شارکېټ ۳۰ سلنه. همدارنګه د تهداب سیخ لرونکی کانکرېټ هم بشپړ شوی او لس سلنه د دېوالونو د سیخ کار په جریان کې دی.»

د مالوماتو له مخې، د بخش آباد بند له بشپړېدو وروسته به دغه بند د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید او ۱۰۰زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist