له طبیعي پېښو زیانمنو شویو کورنیو ته د ژمنیو مرستو د وېش په دوام، کابل کې یو ځل بیا شاوخوا ۵۰۰ اړمنو کورنيو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې په همکارۍ، د کډوالو نړیوال سازمان له خوا، نغدي مرستې او ژمني توکو ووېشل شول.
چارواکي وايي، دواړو ملي او نړیوالو ادارو د ټول هېواد پر کچه پر ۱۷ زره اړمنو کورنیو د ۳.۵ ميليونه ډالرو په ارزښت، د ژمنیو توکو او نغدي مرستو د وېش بهير پيل کړی.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي وايي: « نن په کابل کې ۴۲۳ کورنیو ته مرستې ووېشل شوې او په نورو ولایتونو کې تقریبا ً نیم افغانستان ته مرستې وېشل شوې دي او پلان دی چې تر جنورۍ پورې دا مرستې ټولې ووېشل شي او هر ولایت ته ورسول شي. کله چې ما له دوی سره تفاهم نامه لاسلیک کوله، یاد مې دي چې د څه باندې ۳.۵ میلیونو ډالره مرستې وې.»
ملا ترابي په هېواد کې د بېوزلۍ کمولو لپاره د نړيوالو له لوري اوسنۍ بشري مرستې کافي نه بولي او زياتوي چې د اړتيا لوړېدو ته په کتو دې مرستندويان له افغانانو سره د کېدونکو مرستو اندازه هم زياته کړي.
ترابي زیاته کړه: « له بده مرغه دا موضوع ریښتیا ده، موږ ته ځینې وختونه وېل کېږي چې موږ له تاسو سره په کافي اندازه مرستې نه شو کولی او یوازې په بشري اړخ کې مرسته کوو هغه هم نیمګړې. د دوی د کار لامل د اسلامي امارت رسمیت نه لرل بولي. خلک له دې اړخه په تشویش دي او دا زموږ غوښتنه ده چې په بشري مرستو کې سیاسي موضوعات ورګډ نه کړي.»
په ورته مهال، په دې غونډه کې د کابل مرستیال والي محمد یونس خالص وایي، اقتصادي وده او د بې روزګارۍ کمول د سرپرست حکومت په لومړیتوب کې دي او ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت د کاري فرصتونو رامنځته کولو هڅه کوي.
خالص زیاتوي: « په ټوله کچه د اسلامي امارت هڅې روانې دي. تاسو ته مالومه ده چې ډېرې داسې پروژې روانې دي چې ګڼ شمېر هېوادوال په کې پر کار بوخت دي؛ لاهم کوشش روان دی چې نورو ته هم د کار زمینه برابره شي.»
په ورته وخت کې، اړمنې کورنۍ او خلک د مرستو ترلاسه کولو له امله خوښ دي، خو پر دوام يې د ټينګار ترڅنګ له سرپرست حکومت غواړي چې کاري فرصتونو ورته برابر کړي.
د کابل اوسېدونکی عبدالمنان وايي: « که دوی له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي، دا به ډېر ښه کار وشي؛ ځکه چې ډېر خلک بېکاره دي او باید خلکو ته د کاروبار زمینه برابره شي.»
د ملګرو ملتونو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو اړتيا د تېر پرتله ډېره لوړه شوې.
د دغه سازمان د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) د موندنو له مخې، روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.