Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرچېنه: هند به نږدې راتلونکي کې د افغان سفارت پرانیستلو ته اجازه ورکړي

سرچېنه: هند به نږدې راتلونکي کې د افغان سفارت پرانیستلو ته اجازه ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/21

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو کابو درې کاله وروسته که څه هم د نړۍ هېڅ هېواد اوسنی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو په دې مودې کې له څه باندې ۴۰ هېوادونو سره عادي ډيپلوماټیکې اړیکې لري.

له هېوادونو سره د همدې اړیکو د ټینګښت پر دوام، تازه په بهرنیو چارو وزارت کې یوې باوري سرچینې شمشاد ته ویلي، هند غواړي نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د پرانیستلو له لارې سرپرست حکومت سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پيل کړي.

د سرچینې په حواله، هند د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه په ممبی کې د سرپرست کونسلر په توګه د اکرام الدین کامل له منلو وروسته، دغه ګام له سرپرست حکومت سره د اړیکو د لاپیاوړتیا په موخه ترسره کوي.

د سیاسي چارو شنونکی برنا صالحي وايي: « په دې کې شک نه شته چې هند او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو نیږدوالي په تړاو ډېرې نښې لیدل کېږي. زه فکر کوم ښايي دغه کار د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو په مزاق ښه ونه لګېږي.»

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سیاسي چارو شنونکي له هند سره د افغانستان اړیکې تاریخي او لرغونې ګڼي او په خبره يې، د همدې تېرو نږدې اړیکو پر اساس دغه هېواد د افغان حکومتونو د قوي ملاتړي او نږدې ملګري په توګه راڅرګند شوی.

د دوی په باور، دغه اړیکې که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې د وروستیو تحولاتو او بدلونونو ښکار شوې وې، خو په نږدې وخت کې یې بېرته عادي کېدل د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د یوه نوي باب پیل کېدو لپاره هیله مندي ښيي.

د پوهنتون استاد فیض‌محمد ځلاند وايي: « هند په سیمه کې، په آسیا کې او دغه راز په نړیوال سیاست کې ځواکمن رول لري. له افغانستان سره د هند هر ډول سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ملاتړ کولی شي د افغانستان اوسنۍ ستونزې او ورپېښ ګواښونه کم کړي. همدارنګه نور هېوادونه هم کولی شي د هند په قدمونو باندې پل کېږدي او له افغانستان سره خپلې اړیکې ورغوي.»

ځینې نور بیا له هند سره د سفارتي چارو بېرته پيلېدل د اوسني حکومت د قوي ډیپلوماسۍ نښه او له سیاسي اړخه د افغانستان د خپلواکۍ او بې ‌طرفۍ د ضمانت په مانا بولي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « له هندوستان سره د ښو اړیکو او ډیپلوماټیک تعامل لرل د افغانستان د خپلواکۍ او بېطرفۍ د ضمانت یو عمده عنصر کېدای شي.»

له هند سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د غځېدا خبرې داسې مهال مطرح کیږي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي او د پاکستان، ایرن او افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي جې پي سینګهـ افغانستان ته له رسمي سفر وروسته، د بهرنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو له لومړۍ درجې چارواکو سره دوه اړخیزې لیدنې درلودې.

په دې لیدنو کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ودې ترڅنګ، د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې شوې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist