Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عدلیې وزارت:  تېر یوه کال کې ۳ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې

عدلیې وزارت:  تېر یوه کال کې ۳ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/19

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو را وروسته، د غصب شویو ځمکو راګرځول او استرداد په چټکۍ سره روان دی.

د عدلیې وزارت چارواکي وايي، تازه یې د کابل په ۸ مه، ۱۷ مه، ۲۰ مه، ۲۱ مه او نورو بېلابېلو ناحیو کې ۶۶ زره ۱۳۵ جریبه دولتي ځمکه د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې له غصب خلاصه کړې ده.

دوی وایي، د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې په ټول هېواد کې دولتي، عامه او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو بېرته را وګرځوي.

د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي وايي: « د ځمکو له غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د فعالیت له پيل ، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الثاني میاشتې تر پای پورې، په کابل ولایت کې کابو ۶۶ زره ۱۳۵ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړې ده. یادې شوې ځمکې د کابل ولایت په مختلفو ناحیو او سیمو کې موقعیت لري چې د تخنیکي هیئت او مرکزي کمیسیون د تصمیم او یا د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پرېکړې پر اساس استرداد شوې دي. د امارتي ځمکو له غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو دي.»

په ورته وخت کې رسولي وايي، له کابل سربېره په ټولو ولایتونو کې د ځمکو د غصب د استرداد کمېسیون په ټول هېواد کې د نيول شویو ځمکو پر بېرته راګرځولو کار کوي.

د رسولي په خبره، د دې کمېسيون له جوړېدو راهيسې ۳ میلیونه جریبه ځمکه بېرته را ګرځول شوې.

هغه په دې اړه وايي: « د ځمکو له غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له ایجاد تر اوسه پورې تقریبا ً ۳ میلیونه جریبه ځمکه استرداد کړې او اړوند ادارو ته یې تسلیم کړې ده. په دغو ځمکو کې دښتې، آبادې ځمکې، مالچرونه او داسې نورې ځمکې شاملې دي.»

افغانستان کې د ځمکو غصب يوه پېچلې مساله ده. په ناقانونه توګه نيول شوې ډېری ځمکې په تېرو دوو لسيزو کې څو څو ځله لاس په لاس شوې دي.

د حقوي چارو کارپوهان وايي، سرپرست حکومت ته په کار ده چې لومړني او اصلي غصب کوونکي پيدا او ترې پوښتنه وکړي.

د حقوقي چارو کارپوه اسماعيل ځدراڼ وايي: « دا د ولس ځمکې دي چې دوی نیولې دي، د دولت ځمکه یې هم نیولې او غصب کړې وه. دوی دغو ځمکو ته قبالې جوړې کړې وې او په مختلفو نومونو یې یو پر بل پلورلې دي، داسې چې درې یا څلور ځایه پلورل شوې دي. زه وایم که دولت وغواړي اصلي عاملین په ګوته او اړوند ارګانونو، څارنوالۍ او محکمې ته یې معرفي کړي، دا به ډېر ښه کار ځکه وي چې یو خو به ځمکه را وګرځول شي او بل به هغه ځمکه چې په دوه درېیو لاسونو خرڅه شوې، د هغوی حق به نه خوړل کېږي. باید اصلي عوامل پيدا شي او په محکمه کې ترې پوښتنه وشي، لومړی د خلکو مصرف کړې بودیجه ترې واخیستل شي او بیا ځمکه خپل اصلي مالک ته تسلیم شي.»

په افغانستان کې په ناقانونه توګه د نيول شویو یا غصب شویو ځمکو کره اندازه نه ده په ډاګه، خو د اټکلونو له مخې، د زورواکو له خوا په وروستيو لسيزو کې ميليونونه جرېبه ځمکه نيول شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist