Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت: له سیمې او نړۍ سره مو اړیکې د پراخېدو په حال کې دي

بهرنیو چارو وزارت: له سیمې او نړۍ سره مو اړیکې د پراخېدو په حال کې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/19

د درېیو کالو په تېرېدو سره لاهم هېڅ هېواد  اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی؛  خو له ګڼو هېوادونو سره تعامل لري.

د روسیې او چین په ګډون ګڼ شمېر هېوادونه او ځينې نړیوال سازمانونه په کابل کې فعالې سیاسي استازولۍ لري.

معمولا ًدغه  ډول اړیکې د خاموشه رسمیت پېژندنې په نوم یادېږي.

له دې سره د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې مخ پر وده دي چې پر بنسټ به یې له هېوادونو سره سیاسي تعاملات او اعتماد رامنځته شي.

د تکل په خبره، له هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د پرمختګ په حال کې دي او ورځ تر بلې یې د تعامل لمن د پراخېدو په حال کې ده.

هغه په دې اړه وايي:« الحمدالله د افغانستان اسلامي امارت ډیپلوماټیکي اړیکې د سیمې له هېوادونو سره، له نړیوالو هېوادونو سره مخ پر وده دي، د غوړېدو په حالت کې دي، لا پراخېږي او د دغو اړیکو په پایله کې تعاملات رامنځته کېږي، پرمختګونه رامنځته کېږي او اعتماد زیاتېږي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، تمه دا ده چې افغان لوری له هېوادونو سره خپلې روانې اړیکې پر رسمي اړیکو بدلې کړي.

د دوی په اند، د افغانستان ملي ګټې دا ایجابوي چې له نړۍ سره رسمي تعامل او سیاسي راشه درشه ولري  او په دې برخه کې لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: « د افغانستان ملي ګټو پر اساس، له نړیوالې ټولنې سره تعامل زموږ لومړیتوب دی. د ګاونډیو، د سیمې او د نړیوالو ځینې هېوادونو غوښتنه هم دا ده چې افغانستان د انزوا په حالت کې نور هم د ناکامۍ لوري ته لاړ شي. خو الحمد الله د درېیو کالو په تېرېدو سره د دغو هېوادونو ستراتیژيکې ګټې په ناکامۍ او افغانستان له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لور ته په ښه توګه باندې پرمختګ کړی دی.»

خو ځېنې نور بیا وايي، دا چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې فعال غړي په توګه ومنل شي، اړتیا ده چې کورنی او بهرنی سیاست یې په څرګند ډول ترسیم او تدوین شي.

دوي زیاتوي، له دې سره به د نړۍ اعتماد هم زیات او د افغانستان حکومت به د رسمیت پېژندنې موخه ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس وايي: « د افغانستان اسلامي امارت موقتې ادارې یا سرپرست حکومت لپاره لازمه ده چې له نړۍ سره هغه حقوقي ارزښت چې کولی شي د جهاني کورنۍ برخه شي، یا جهاني کورنۍ ته داخل شي، هغه حقوقي ارزښت په لاس راوړي. دا حقوقي ارزښت رسمیت پېژندنه ده. د رسمیت پېژندلو لپاره ضروري دي چې داخلي او خارجي سیاست تدوین او تصویب کړي.»

په ورته وخت کې اسلامي امارت وايي، په ګڼ شمېرهېوادونو کې ۴۰ سیاسي استازولۍ لري چې ډیپلوماټان یې ورمعرفي کړي او په عادي توګه خپلې چارې پرمخ بیايي.

په ټوله کې د اسلامي امارت ټینګار پر دې دی چې د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه یې پوره کړي او باید نړیواله ټولنه ورسره تعامل ته را وړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist