Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شهامت: هېواد کې ۳۵ زره تنه پر مسلکي زده‌ کړو بوخت دي

شهامت: هېواد کې ۳۵ زره تنه پر مسلکي زده‌ کړو بوخت دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/18

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کابل په بادام باغ کې د (افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکارونو دویم ملي نندارتون) تر نامه لاندې څلور ورځنی نندارتون پرانیست.

نندارتون کې چې شاوخوا ۱۰۰ غرفې لري، په کې نوښتګرو ځوانانو بېلابېل جوړ کړي توکي نندارې ته اېښي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وایي، اوسمهال په ټولو ولایتونو کې ۳۵زره کسان پر مسلکي زده کړو بوخت دي او ډاډ ورکوي چې د دوی د روزنې لپاره به امکانات نور هم زيات کړي.

شهامت زیاتوي: « یو شمېر نورې ننګونې چې د ادارې په اړه د شناخت نه شتوالي له امله دي، موږ تل د بودیجې له کمښت سره مخامخ یو، هر کله د امکاناتو له نه شتون سره مخامخ یو. انشاالله د هغو هڅو په پایله کې به چې په تېرو دوو یا دوه نیمو کالو کې موږ کړي، بریالي شوي یو چې خپله اداره مشرانو ته معرفي کړو.»

همدارنګه، د ریاست الوزرا له لوري یادې پرانستغونډې ته په را لېږل شوي پیغام کې د نوښتګرو ځوانانو د هڅو ستاینې ترڅنګ، په شته امکاناتو د ملاتړ ډاډ ورکړل شوی.

د ریاست الوزرا دفتر د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال عبدالستار سعید وايي: « مبتکرو ځوانانو ته د صنعتي نوښتونو زمینه برابره شي، د هغوی هڅې وستایل شي او په لوړه کچه یې ملاتړ وشي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره چې په دې برخه کې مسوولیت لري، دا اقدام یې د ستاینې وړ دی چې د هېواد د نوښتګرو ځوانانو د ابتکاراتو نندارې ته د وړاندې کولو له لارې هغوی تشويقوي او هېوادوال یې له لاسته راوړنو خبروي.»

په ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزی په اوسنیو شرایطو کې له ګاونډیو هېوادونو د مثبتو اړیکو غوښتنه کوي او له ملګرو ملتونو، بهرنیو موسسو او همکارو هېوادونو غواړي چې د افغانستان تخنیک، اقتصاد او د کرنې مکانیزه کولو په برخه کې همکاري وکړي.

هغه په دې اړه وايي: « همدارنګه په نورو برخو کې لکه زراعت، اقتصاد، سیاست او د هېواد په دفاع کې هم دوی ته اړتیا لرو او اوس ډېر پرمختګونه هم شوي دي. موږ له ملګرو ملتونو، دوستو هېوادونو او هغو بهرنیو موسسو  چې په دې اړه کارونه کوي، خواهش لرو چې د افغانستان په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د ترقي او تعالي او په ځانګړې توګه د تخنیک، اقتصاد او زراعت په برخو کې را وړاندې شي او خپله هغه فریضه اداء کړي چې د دوی پر غاړه ده.»

له بلې خوا، د ناروې کمېټه په مستقیم ډول د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ هوکړې لري او په يو شمېر ولایتونو کې يې د تخنیکي زده کړو کورسونه پیل کړي دي.

د دې کمېټې چارواکي وایي، داسې نوښتګر ځوانان کولی شي په راتلونکي کې افغانستان په اقتصادي برخه کې ځان بسیاینې ته ورسوي.

 دوی له نړیوالو غواړي چې په افغانستان کې په هغو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي چې افغانستان ترې په دوامداره توګه ګټه واخیستلی شي.

په افغانستان کې د ناروې کمېټې رییس تاریا واتردال وايي: « د افغانستان تر ټولو غوره پانګه ځوانان او ماشومان دي. دا داسې نوښتونه دي چې د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ته لاره هوارولی شي؛ د دې لپاره باید د افغانستان پر ځوانانو پانګونه وشي. نړیوالې ټولنې ته وړاندیز کوم چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې، یوازې دا نه چې خلکو ته پيسې ورکړو بلکې باید په افغانستان کې اوږدمهاله پانګونه هم وکړو.»

بل پلو، د دې نندارتون ګډونوال وایي، په کمو امکاناتو یې بېلابېل نوښتونه او اختراعات کړي او په خبره یې که حکومت یې ملاتړ وکړي، د پام وړ لاسته راوړنې به ولري.

د نندارتون یو تن ګډونوال عبدالناصر وايي: « دا په یقین سره ویل شم، که حکومت پر موږ پانګونه وکړي، له دې هم غوره څیزونه جوړولی شو. موږ دا څیزونه په ډېرو ناچیزو امکاناتو جوړ کړي خو که امکانات لا ډېر شي، لاښه توکي جوړولی شو. له حکومت غوښتنه کوو چې پر ځوانانو استعدادونو پانګونه وکړي ترڅو د هېواد لپاره نوښتونه وکړي او غوره څیزونه جوړ کړي.»

چارواکي وايي، تېر کال په لومړني نندارتون کې شاوخوا ۱۵۰ ګډونوالو له بېلابېلو شرکتونو سره د دایمي کار هوکړه لیکونه لاسلیک کړل،

د دوی په خبره، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو تر دې دمه یې په کمو امکاناتو څه باندې ۵۰۰ زره ټوکه کتابونه هم چاپ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist