قطر او ترکیې په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړولو وړاندیز کړی چې د افغانستان ټولو اقشارو او پرګنو ته په کې ونډه ورکړل شوې وي.
د دغو دوو اسلامي هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت هم خبرې کړې او دلته یې د تلپاتې سولې او امنیت پر ټینګېدو ټینګار کړی.
د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د سرپرست حکومت له لوري د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی مهم بللی او ترڅنګ يې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه هم کړې.
دوی دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې سترې کمېټې د لسمې غونډې په پای کې کړې.
د ګډې اعلامیې یوه برخه:« موږ په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي او په هغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه کوو. په افغانستان کې د دایمي سولې په ټینګښت کې هم خپلې ژمنې له سره تکراروو. په افغانستان کې د بشري مرستو په همغږۍ او له هغه هېواد سره د تعامل پر اړتیا هم خبر یوو چې باید پام ورته وشي.»
د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني د ترکیې او قطر ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د کمېټې په لسمه ناسته کې د برخې اخیستو په موخه د پنجشنبې پر ورځ پلازمېنې انقرې ته تللی و.
هغه د دغه سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو لړهوکړې او تړونونه هم لاسلیک کړي او د ترکيې له ولسمشر سره يې یوه ګډه وینا پاڼه هم خپره کړې ده.
که څه هم د سرپرست حکومت چارواکي ټینګار کوي چې حکومت یې پراخ بنسټه او ټولشمول دی او دغه راز ښځو ته د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړل شوي، خو د چارو څارونکي بیا وایي، له نړۍ سره د سیاسي تعامل لپاره اړتیا ده چې یو شمېر هغه ګامونه پورته شي چې نړیواله ټولنه یې غوښتنه لري.
د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان خلک یو قانونمند نظام او حکومت غواړي خو نه د ګاونډیو او پردیو هېوادونو په فرمایش. افغانان باید خپل برخلیک په خپله وټاکي، نه دا چې نور هېوادونه راشي او زموږ لپاره پرېکړې وکړي یا د ټولګډونه او نورو حکومتو فرمایشونه راکړي. دوی باید اجازه ورکړي چې د افغانستان خلک خپله پرېکړه وکړي.»
ځېنې نور بیا وايي، که سرپرست حکومت غواړي نړیواله ټولنه یې پر رسمیت وپېژني، نو اړتیا ده چې د حکومت په اډانه کې یو لړ بدلونونه راولي.
د نړیوالو چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « ترکیه او قطر د افغانستان دوست هېوادونه دي او د افغانستان په قضایاوو کې ښکېل هم دي او د افغانستان له خلکو او چارواکو توقعات لري. نو د دې پر ځای چې له لرې فرمایشونه ورکړي او یا ووایي چې افغانستان کې باید څه ډول حکومت جوړ شي، دا د افغانستان کورنۍ مساله ده؛ دوی ته نه ښايي داسې خبرې وکړي چې د افغانستان د ملت په ضرر وي. ښه خبره ده چې دوی همکاري وکړي، راشي د افغانستان له ملت سره او د اسلامي امارت له چارواکو سره په یوه پروګرام او مکانیزم باندې کار وکړي؛ البته که واقعا ًپه افغانستان کې اصلاحات او ترقي غواړي، یا غواړي تعامل وکړي او یا که غواړي افغانستان پر رسمیت وپېژني، نو لاره ورته خلاصه ده او کولی شي راشي او په ډېر خلاص تندي باندې خپله خبره وکړي. افغانان هم له دوی توقع لري باید عملي مرستې وکړي.»
په تېرو درېیو کالو کې ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له سرپرست حکومت غوښتي چې پراخ بنسټه حکومت جوړ او د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي.
خو اسلامي امارت تل خپل حکومت ټولګډونه بللی او په دې برخه کې یې د نړیوالو وړاندیزونه په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې.