Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالص: له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لرو

خالص: له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/13

په آزربایجان کې د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو ۲۹ کنفرانس چې  ټاکل ۱۲ ورځې به دوام ولري، د نومبر په ۱۱مه پيل او د همدې میاشتې تر ۲۲نیټې به روان وي.

دغه کنفرانس په پلازمېنه باکو کې د ملګروملتونو پر مشرۍ جوړ شوی او د لسګونه هېوادونو مشرانو په کې برخه اخیستې.

کنفرانس ته د افغانستان په استازیتوب د اسلامي‌امارت یو پلاوی هم ور بلل شوی دی.

دا کنفرانس داسې مهال ترسره کیږي چې د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې ادارې روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر ټولو ګرم کال بللی دی.

د دې کنفرانس په څنډه کې د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست مطیع الله خالصل د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې وايي اقلیمي بدلون تر ډېره ښځې اغېزمنوي، وویل، یاده پدیده د اغېزمنولو په برخه کې هېڅ راز پوله او سرحد نه پېژني او په مساویانه توګه د ټولنې هر قشر ځپي.

خالص په دې اړه وايي:« اقلیمي بدلون پولې نه پېژني، دغه پدیده پر ښځو، ماشومانو، نارینه ‌وو، بوټو او ژویو یو ډول اغېز لري. له  همدې کبله ورسره د مبارزې لپاره ټولیز کار ته اړتیا ده.»

خالص له اسوشېټېد پرس خبري آژانس سره په لنډه مرکه کې دغه راز ویلي، افغانستان د تودوخې له منفي اغېزو خوندي نه دی او له دې کبله د اوښتو زیانونو په تړاو یې هېوادونو سره اندېښنې شریکې کړې دي.

خالص همدارنګه زیاته کړې، اسلامي امارت له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

 د نوموړي په خبره، اسلامي امارت په ملي کچه له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره طرحې چمتو کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست زیاته کړې: « ټول هېوادونه باید له اقلیمي بدلون رامنځته شویو ستونزو او ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزې او همکاري وکړي. موږ له دې وړاندې د درېیو تېرو کنفرانسونو برخه نه وو…. خو دا ځل موږ ډېر خوښ یوو چې دلته مو ګډون کړی او هڅه کوو نړیوالې ټولنې ته د افغانانو غوښتنې وړاندې شي.»

له دې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو اجراییه رییس وایي، په دې کنفرانس کې باید د اقلیم لپاره پر یوه نړیوال مالي هدف هوکړه وشي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون سرپرست انجنیر روح الله امین وايي: « د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون د کنوانسیون، کیوټو پروټوکول او پاریس هوکړه لیک له متن سره سم، صنعتي او پرمختللي هېوادونه مکلف دي له هغو هېوادونو سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي چې د اقلیم له بدلون اغېزمن شوي او اغېزمنېږي. د اقلیمي عدالت، چاپېریال ساتنې حقونو او  د هغه تاریخي مسیر له امله چې دوی د خپلو ناوړه بشري فعالیتونو  په وسیله د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو سبب شوي او دا مهال مخ پر ودې او لږ پرمختللي هېوادونه تر نورو ډېر د اقلیم له بدلونونو اغېزمن دي، دوی باید له دغو هېوادونو سره تخنیکي او مالي مرستې وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوهانو په اند، د اقلیمي بدلون د روان کاپ ۲۹ کنفرانس مهم لومړیتوب دا دی چې د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي اهداف وټاکي او باید ډاډ ترلاسه شي چې هر هېواد داسې وسایل او امکانات ترلاسه کړي چې د اقلیمي بدلون په برخه کې کوچني ګامونه پورته کړي، ترڅو ورسره د ګلخانه يي ګازونو تولید کم او د ټولنو مقاومت پیاوړی کړ

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « هیله لرم هغه هېوادونه چې د ګلخانه يي ګازونو په تولید کې فعال رول لري، له نړیوالو بنسټونو سره په دې اړه یو پلان ولري چې له مخې یې د افغانستان ملاتړ وکړي؛ ځکه چې پر افغانستان د تپل شوي سیاسي فشار له امله خلکو ته زیان رسېدلی او حکومت په اساسي توګه همکاري نه شي کولی. دا د هغو هېوادونو مکلفیت دی چې د ګلخانه يي ګازونو په تولید کې فعال دي.»  

په ورته مهال، د  اقتصاد وزارت وايي، افغانستان د بېلابېلو ستونزو، لکه وچکالیو او سېلابونو له امله زیانمن شوی او د دغو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیانمن شوی، د وچکالۍ پدیدې او  سېلابونو افغانانو ته ډېر زیانونه اړولي دي. له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې په دې اړه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي؛ ترڅو موږ وکولی شو د اقلیمي بدلون پر ننګونو برلاسي شو.»  

د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو کنفرانسونه هر کال جوړېږي. دغه کنفرانسونه د اقليمي بدلون په اړه د نړۍ يوازينی ګڼ اړخيز پرېکړه کوونکی فورم دی چې د نړۍ د نږدې ټولو هېوادونو استازي سره راټولوي.

ټاکل شوې دا غونډه د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د نومبر تر۲۲مې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون د ۱۹۸غړیو هېوادونو د استازو په ګډون او د ځينو هېوادونو د مشرانو، خصوصي سکټور، دوه اړخیزو او څو اړخیزو مالي بنسټونو، مدني ټولنې او رسنیو په حضور کې د اقلیم بدلون پر اغېزو خبرې او پرېکړې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist