د ایران بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا څانګې پخواني مسوول رسول موسوي افغانانو ترمنځ د استانبول وروستۍ ناسته چې د یو شمېر پخوانیو چارواکو، سیاستوالو او مدني ټولنې فعالانو ترمنځ د تړلو دروازو ترشا وشوه، د دوحې څلورمې ناستې لپاره د نظرونو ترلاسه کولو لټه بللې ده.
دغه پخواني ایراني دیپلومات لیکلي، د استانبول ناسته د دوحې ناستې لپاره د فکري او نظري ملاتړ رول لوبوي.
خو د سیاسي چارو شنونکي بیا د استانبول وروستۍ ناسته سمبولیکه بولي و زیاتوي، په حقیقت کې دغه ناسته د دوحې په را روانه څلورمه ناسته کې د ګډون په موخه د ځان مطرح کولو لپاره جوړه شوې وه.
د دوی په خبره، که په ریښتیني توګه د ناستې ګډونوالو غوښتل چې یوې پایلې ته سره ورسیږي، نو ښه به وه چې د ناستې اجنډا د څرنګوالي په اړه یې د اسلامي امارت له مشرتابه سره خبرې کړې وای.
د سیاسي چارو شنونکی حکمتالله حکمت وايي: « دا ناسته سمبولیکه وه؛ دا ناسته په حقیقت کې د دوحې څلورمې ناستې ته د ځان مطرح کولو لپاره وه، نه د افغانستان له اوسني حاکمیت سره د تعامل په مفهوم. په کار دا وه چې د دې ناستې د اجنډا په اړه د اسلامي امارت له مشرتابه سره مخکې له مخکې بحث شوی وای او د دې ناستې مرکزیت باید افغانستان وای.»
ځېنې نور بیا وايي، هغه ناستې چې د افغانستان په تړاو د افغانانو ترمنځ جوړیږي، باید د افغانستان په داخل کې جوړې شي.
د دوی په اند، تېرو تجربو ښودلې چې په بهر کې د افغانستان په تړاو د ناستو جوړول نه کوم ځای نیسي او نه هم کومه مثبته پایله ورکوي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « تر کومه ځایه چې تېرو تجربو ښودلې، هېڅ یوې بهرنۍ ناستې کومه خاصه ګټه نه درلوده. زما په اند، دا به ډېره غوره وه چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي تفاهم او ناستې د افغانستان په داخل کې وشي. د دې مؤثریت به په بهر کې له جوړېدونکو ناستو ډېر زیات وي.»
خو ځینې نور بیا په دې باور دي، که څه هم د افغانانو ترمنځ هغه ناستې مثبت ګام دی چې د افغانستان د قضیو پر سوله ییز حل په کې ټینګار کېږي؛ خو تجربه شوې څېرې چې ۲۰ کاله یې ولس ته امتحان ورکړی، نه ملت ته د منلو دي او نه هم د افغانستان اوسني سرپرست حکومت ته.
دوی زیاتوي، ښايي د استانبول له ناسته ځینې کسان د دوحې څلورمې ناستې کې ګډون ولري چې په پام کې ده نږدې راتلونکي کې جوړه شي؛ خو دا به د دوحې د تېرو ناستو په څېر نه وي چې د مدني فعالانو په نوم یو شمېر کسانو په کې ګډون کړی و او هېڅ آدرس یې څرګند نه و.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې اړه وايي:« هرچېرې چې د افغانانو غونډې جوړېږي، که په هغو کې لږترلږه په راتلونکي باندې بحث کېږي، البته په سوله اییز ډول، دا ښه خبره ده. خو ځینې داسې کسان شته چې هغوی نه ولس مني او نه یې اوسنی حکومت مني. د دغو کسانو په مقابل کې د ټولو دریځ یو دی. په دوحه کې د څلورمې ناستې لپاره ښايي یو شمېر استازي راشي او ګډون په کې وکړي؛ خو د تېر په څېر نه چې د مدني ټولنې د استازو په توګه یې ګډون کړی و او هېڅ آدرس یې نه درلود.»
د ملي بحث فورم په نوم ناسته چې د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو د ترکیې په استانبول ښار کې د تړلو دروازو ترشا جوړه شوې وه، لسګونه افغان څېرو په کې ګډون درلود. ظاهراً د دغې ناستې موخه د افغانستان په مسایلو کې د ټولو ښکېلو اړخونو راټولول ګڼل شوي او ټینګار شوی چې د خبرو له لارې به په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه حل لارې وړاندې کړي.