Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی

ټي.‌ټي‌.پي: فعالیتونه د پاکستان له خاورې ترسره کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/03

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې زهرا بلوچ هغه ادعا په کلکه رد کړه چې وايي، دغه تحریک په افغان خاروه کې مرکزونه لري او له هغه ځايه په پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

د دې تحریک ویاند محمد خراساني د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، د خپلو ولسونو په ملاتړ د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره د دې هېواد دننه جګړه کوي او د افغانستان په ګ‌‌ډون د هېڅ ګاونډي هېواد له خاورې ګټه نه اخلي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان پوځ په ملي او نړیواله کچه د مبالغې کولو په هڅه کې ښکاري چې وايي، ټي.ټي.پي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي. په مکرر ډول څرګنده شوې چې موږ د افغانستان په ګډون د کوم ګاونډي هېواد خاورې کارولو ته اړتیا نه لرو. موږ د خپلو ملګرو پر مټ او د هغوی نه ستړې کېدونکې هڅې د دې لامل شوې چې یوه هیله من پړاو ته لاړ شو. پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځول، تر ځنګ یې د امنیتي کمرو شته والی، د ۸۰۰ په شاوخوا کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې او د زرګونو پاکستاني سرتېرو له مېشت کېدو سره پر دغه کرښه انسانان خو لا پرېږده چې مرغۍ هم رپ نه شي وهلی، نو زموږ سرتېري به څنګه پرې تګ راتګ وکړي.»

اعلاميه کې ټولو سیمه ‌ییزو او نړیوالو خپلواکو رسنیو خبریالانو ته بلنه ورکړل شوې چې ورشي او په پاکستان کې دننه د دوی له مشرتابه سره لېدنه او مرکې وکړي.

دغه راز اعلامیه کې ویل شوي، ټي.ټي.پي په بریالیتوب سره پر امنیتي ارګانونو عملیات کوي خو له افغانستانه د دې تحریک پر وړاندې د ګامونو پورته کولو غوښتنه د پاکستاني پوځ د ماتې ښکاروندوي کوي.

د اعلامیې یوه برخه: « له دومره سختو تدبیرونو سره سره د دولتی ارګانونو دا فلسفه د هر چا له ذهن لرې خبره ده چې ټي.ټي.پي په بریالیتوب سره پر امنیتی ارګانونو  عملیات کوي او له افغانستانه د دوی پر وړاندې د اقدام غوښتنه کوي چې دا د ټي.ټي.پي پر وړاندې په ښکاره ډول د ماتې اعتراف دی. همدا لامل دی چې د دولتي بنسټونو دا ډول درواغجن تورونه نه پر نړیواله کچه د منلو وړ دي او نه هم زموږ غیور ملت د دې ډول تبلیغاتو تر اغیز لاندې راځي.»

د پاکستان آزاد خبریالان وایي، پاکستان په هېڅ صورت له ټي.ټي.پي سره خبرو کولو ته په یو مېز نه کېني.

د دوی په خبره، د پاکستان پوځ غواړي دغه تحريک د جګړې له لارې مهار کړي، خو هڅو یې تراوسه کومه ښکاره مثبته پایله نه ده ورکړې.

آزاد خبریال  طاهر خان په دې اړه وايي: « د ټي.تي.پي شرایط، د پاکستان د  پوځ او ریاستي ادارو شرایط  یو بل ته د منلو وړ نه دي. دا شرایط د دواړو لپاره ډېر مشکل وو، ځکه خو خبرې ناکامې شوې. اوس په پاکستان کې امنیتي ستونزې شته، خو بیا هم په پاکستان کې یو شمېر خلک د دې مسالې حل د مذاکراتو له لارې غواړي، خو حکومت ورته تیار نه دی. هغوی وايي چې موږ به جنګي پالیسۍ ته دوام ورکوو.»

له بلې خوا، د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وایي، د پاکستاني طالبانو تحریک په پاکستان کې فعالیت لري او د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

د پوځي چارو کارپوه محمد صادق شینواری وايي: « ټي.ټي.پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک یوه ایډیالوژيکه، نظامي او خپلواکه ډله ده. دوی خپله په پاکستان کې تربیه شوي، په پاکستان کې یې مرکزونه دي او غواړي چې له ایډیالوژيکي پلوه ځان خپلو اهدافو ته ورسوي.»

د سیاسي چارو کارپوه عبدالصادق حمیدزوی وايي: « د ټي.ټي.پي کارمندانو بار بار په پاکستان کې د خپل موجودیت او مبارزې ادعاوې کړې او د پاکستان دغه ادعاوې یې هر ځل رد کړې دي چې ګویا ټي.ټي.پي له ګاونډیو هېوادونو فعالیت کوي یا هلته شتون لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وړمه ورځ  یوه  خبري کنفرانس کې د ټي.ټي.پي په ګډون د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې د جدي اقداماتو تر سره کېدل د اسلامي امارت مسوولیت وګاڼه چې په خبره یې، د پاکستان امنیت ګواښي.

اسلامي امارت که څه هم د زهرا بلوڅ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له وړاندې يې د پاکستان امنيتي ګواښونو مهارول د دې هېواد داخلي ستونزه بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist